د ملګرو ملتونو د خوړو او کنې اداره: بدخشان کې کرنه او مالداري له ستر بحران سره مخ ده

د ملګرو ملتونو د خوړو او کنې اداره: بدخشان کې کرنه او مالداري له ستر بحران سره مخ ده
Photo: FAO

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) ویلي، چې د بدخشان ولایت په جرم او بهارک ولسوالیو کې وروستي ویجاړونکي سیلابونه بزګرانو او مالدارانو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سیلابونو له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ بې‌کوره کړې او شاوخوا ۱٬۲۳۳ هکتاره کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ده. 

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دا زیانونه نه یوازې کورنیو ته د هستوګنې له پلوه ستونزې جوړې کړې، بلکې د بزګرانو د عاید اصلي سرچینه یې هم له منځه وړې ده.

یادې ادارې زیاته کړې چې د سیلابونو له امله ۱۵۰ مالداران زیانمن شوي او له سلو زیات څاروي له منځه تللي دي، چې د دغو سیمو لپاره دا یوه جدي اقتصادي ضربه بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې زیاته کړې چې دا مهال یې د لرې پرتو متاثره شویو سیمو اړتیاوې تر ارزونې لاندې نیولې دي، څو وکولای شي له اړو کسانو سره بېړنۍ مرستې ترسره کړي.

په همدې حال کې په بدخشان کې د سېلاب‌ځپلیو سیمو یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې حکومت او مرستندویه بنسټونه د خلکو ژغورلو لپاره پر وخت نه لاس‌ په کار کېږي او سېلاب‌ځپلیو ته د خوراکي توکو او د اوسېدو لنډمهالی ځای نه برابروي.

ویل کېږي چې سېلاب‌ځپلیو ته د بېړنیو او لازمو مرستو په نه رسېدو سره خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.  

د سیمې اوسېدونکي وایي چې دا سیلابونه چې شاوخوا څلور ورځې وړاندې د بدخشان په بېلابېلو برخو کې راوتلي، د ځاني زیان ترڅنګ پراخ مالي تاوانونه هم رامنځته کړي دي.