وچکالۍ او د اوبو کمښت؛ د افغانستان په زیاتره سیمو کې د څارویو څړځایونو لهمنځه وړي

د افغانستان یو شمېر ولایتونه چې سختې وچکالۍ ځپلي او له همدې امله یې مالداران په دې وروستیو کې د اوبو کمښت له ننګونو سره مخ شوي او زیاتره یې د څارویو پلور ته اړ شوي دي.
۳۸ ګلاب الدین د لغمان د بادپښ ولسوالۍ په غرونو کې له ۲۰ کلونو راهېسې شپني کوي وایي، چې د سهار چوپتیا د خپلو رمې د زنګونو په غږ ماتوي او ۶۰ وزې او پسونه هر ورځ د مختلفو سیمو او دښتو ته د څرولو په موخه بیایي.
هغه وایې د څارویو څرولو دنده ورته له نیکونو ورپاتې او خپل ورځ او شپه کله په غربت کې د څارویو په منځ کې تېروي. د نوموړي په وینا، په دې وروستیو کلونو کې غرونه او دښتې د باران نشتون او وچکالۍ له امله نه دي ښېرازه شوي چې څاروي یې په منظمه توګه ورڅخه تعذیه نشي کولای.
هغه وایې: «پخوا به بارانونه کېدل غرونه او دښتو کې به واښه راشنه کېدل مونږ به په کې څاروي څرول، خو دا څو کلونه کیږي چې وچکالي زیاته ده او غرونه نه دي زرغون شوي واښه په کې نشته او نور مې تصمیم نیولی چې څاروي خرڅ کړم او بل کاروبار شروع کړم ځکه څړځایونه نشته او زیاتره څاروي مو د لوږې له امله تلف شوي هم دي نو مجبوره یم چې بل کاروبار پیل کړم.»
د غزني مقر ولسوالۍ یو شپون زین الله وایې چې پخوا له غزني سربېره یې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته خپلې رمې د څرولو په موخه بېولې خو وایې، په دې وروستیو کلونو کې دا څړځایونه ختم شوي او په شاړو ځمکو بدل شوي دي.
د هغه په وینا وچکالي، د اوبو کمښت او د څړځایونو نهشتون د شپنو لپاره کار سخت کړی او دوی نهشي کولی په اسانۍ سره خپلو څارویو ته واښه برابر کړي او د خپلو څارویو په سم ډول پالنه وکړي.
هغه وایې: «پخوا به مو د پسرلي په موسم کې رمې ننګرهار، لغمان، کونړ او نورو ولایتونو ته د څرولو په موخه بېولې او د هغه ځای کوچیان به د هوا په ګرمېدو سره کابل، غزني او نورو ولایتونو راتلل خو دا څو کلونه کیږي؛ چې په ټولو ولایتونو کې څړځایونه ختم شوي او مالدارن یې سخت اندېښن کړي دي ځکه که چېرې د څړځایونو ساتنه ونشي او یا وچکالي دوام وکړي نو خلک به مالدارۍ ته شاه کړي.»
نوموړی زیاتوي چې زیاتره مالدارن د څارویو لپاره د وښو لوړو بیو او څړځایونو نشتون له امله اړ شوي چې مالدارۍ څخه لاس واخلي.
بلخوا د کرنې او مالدارۍ برخې پوهان وايي، مالداران په دې وروستیو کې د وچکالۍ له امله له ننګونو سره مخامخ شوي چې له کبله یې دغه دودیز کسب مخ پر ځوړ روان دی.
د کرنې او مالدارۍ برخې کارپوه سید عمران اشنا وایې، په دې وروستیو کې د مالونو څړځایونه پر کرنیزو ځمکو بدل شوي یا هم غصب شوي او په ور پاتې ځمکو کې د اقلیمي بدلون له امله د څارویو څرلو لپاره لازم واښه نشته.
د ده په خبره، په تېرو کلونو کې یو څه څړځایونه وو چې تر یوه بریده د مالدارانو ستونزې پرې حل کېدې، خو په وروستیو کلونو کې دغه څړځایونه غصب شوي او یا سېلابونو له منځه وړي چې ورسره د مالدارانو ستونزې هم لا زیاتې شوې دي.
هغه زیاتوي:«کرنه او مالدارۍ د یو هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه بلل کیږي، خو متاسفانه چې په افغانستان کې دې برخې ته په سم ډول پاملرنه نه کیږي؛ په زیاتره سیمو کې څړځایونه غصب شوي او یا په استوګنېزو کورونو بدل شوي او ورځ تربلې پاتې ځایونه هم د نه پاملرنې او وچکالۍ له کبله له منځه ځي چې دا به د مالدارۍ په برخه کې ناوړه پایلې ولري.»
بلخوا د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې FAO هم په افغانستان کې د مالدارۍ په برخه کې د ننګونو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د افغان کروندګرو او مالدارانو وضعیت ته رسېدنه باید لومړیتوبونو کې ووسي.
فغانستان یو غرنی هېواد دی چې په سیمه او نړۍ کې د يو کرنیز هېواد په توګه پېژندل کیږي او له پخوا څخه د خپلو شنو څرځایونو له کبله د څارویو د پاللو لپاره ډېر مناسب ځایونه لري خو ویل کیږي چې دا څړځایونه اوس وچ شوي او له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د یادونې ده چې دې وروستیو کې وچکالۍ نه یوارې پر کرنې او مالدارۍ ناوړه اغېز کړی، بلکې د خلکو پر ورځینو چارو یې هم منفي اغېزې کړي دي.