لوګر کې د «مس عینک» په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

لوګر کې د «مس عینک» په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو
Photo: Bakhtar News

په لوګر کې د «مس عینک» په نوم د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانېستل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.

په دې نندارتون کې د دغه ولایت بېلابېل کرنیز او نور کورني تولیدات په لسګونه غرفو کې نندارې ته کېښودل شوي چې ډېره برخه یې د لوګر او یو شمېر یې د نورو ولایتونو تولیدات دي.

د نندارتون تنظیموونکي عبدالباسط وایي چې دغه نندارتون د یوه خصوصي شرکت له لوري د کورنیو تولیداتو لپاره جوړ شوی، چې موخه یې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا، د کرنې سکتور ته پراختیا ورکول، له کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ، له کورنیو تولیداتو د استفادې فرهنګ ترویجول، د ځان بسیاینې په لوري د کروندګرو هڅول او د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د کورنۍ او بهرني پانګونې جلبول دي.

هغه له سوداګرو او کروندګرو وغوښتل چې نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره باید د کورنیو تولیداتو کیفیت، پروسس او بسته‌بندۍ ته پام ډېر کړي.

د نوموړي په وینا یاد نندارتون یې، د دغه ولایت له تولیداتو د ملاتړ لپاره جوړ کړی، څو صنعت‌کاران له یو بل سره مخامخ او له خپلو کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په کابل، هرات، ننګرهار او ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم د کورنیو تولیداتو په ملاتړ نندارتونونه جوړ شوي دي.