افغانستان کې محلي سندرغاړی استاد کمین ګل حیرت د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ
د افغانستان په ختیځ زون کې د پښتو موسیقۍ نامتو او محلي سندرغاړي استاد کمین ګل حیرت د ۶۶ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له مله له نړۍ سترګې پټې کړې او جنازه ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شوه.
استاد کمین ګل حیرت له یوې هنر مندې کورنۍ څخه و او څه باندې ۴ لسیزې یې ختیځ زون کې محلي سندرې وویلې او په دې برخه کې د هېواد دننه یې ډیر مینوال پیدا کړل.
د نوموړي د کورنۍ غړو (آر.ام.میډیا) ته ویلي، چې استاد کمین ګل حیرت کلونه کلونه خپل هنر وپاله، خو د ژوند په وروستیو کلونو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او له تېرو درېو کلونو راهیسې د ناروغۍ په بستر پروت و.
د دې هنرمند د کورنۍ غړو زیاته کړې چې د طالبانو له لوري د موسیقۍ بندیز سره د هغه کورنی ژوند له غربت ډک و او د ژوند وروستي کلونه یې بې وزلۍ له ډېرو کړاونو ډک کړي وو او ان په دې وروستیو کې یې د ناروغۍ پر مهال د درملو د اخیستو توان یې هم نه درلود.
نوموړي له کلونو راهیسې جلال اباد ښار کې په کرایي کور کې د ژوند سختي شپې او ورځې سبا کولې او په دې وروستیو کې یې له سوداګرو او سرمایدارو خلکو د لاسنیوي غوښتنه هم کړې وه.
د استاد سلام کمین ګل حیرت سندرو له ختیځو ولایتونو سربېرنه په نورو ولایتونو کې هم په زرګونو مینوال لرل. نوموړي په خپل هنري ژوند کې د پښتو موسیقۍ لپاره ډېر خدمت وکړ او مینه وال یې مړینه د پښتو موسیقۍ لپاره یوه ستره ضایعه بولي.
استاد کمین ګل حیرت د افغانستان د محلي موسیقۍ وتلې څېره وه او هغه له وطن او خپل ولس سره مینه د موسیقۍ له لارې څرګندوله او ګڼ شمېر ملي او ولسي سندرې یې ویلي دي.
نوموړي په محلي کچه د سندرو ویلو ځانګړی سبک درلود او د فولکوریکو، محلي او حماسي مخکښ هنرمند ګڼل کېده چې محلي موسیقۍ ته د ډېر خدمت له امله په ختیځ زون کې د هنرامندانو د اتحادې مشري هم ورکړل شوې وه.
طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال پر موسیقۍ بندیز لګولی او له همدې امله زیاتره هنرمندان بې روزګاره او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. طالبانو غه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هنرمندانو د موسیقۍ آلې سوځولي او ځینې یې آن زنداني او وهلي ډبولي دي.
د افغانستان هنرمندان او فرهنګي فعالان له طالبانو غواړي، چې د هنرمندانو ژوند ته دې پام وکړي او دې هېواد کې دې د هنري او فرهنګي فعالیتونو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي.