د کرکټ نړیوالې شورا دوه افغانان د کرکټ غوره لوبغاړي اعلان کړل

کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۲۵ کال د پنځوس اویزو لوبو غوره الروندډر لوبغاړي اعلان کړي چې په کې دوه افغان لوبغاړي هم شامل دي.
د یادې ادارې د تازه درجه بندۍ لمخې، عظمت الله عمرزی له ۲۹۶ نمرو سره لومړی او محمد نبي عیسی خېل له ۲۹۲ نمرو سره دویم ځای خپل کړی دی.
په نوملړ کې نور لوبغاړي په ترتیب سکندر رضا، مهدی حسن میراز، مایکل براسوېل، برنډن مکولن، مېچل سنټنر، راشد خان، ګلېن مکسوېل او روېنډرا جډېجا دي.
د یادونې وړ ده چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې هم عظمت الله عمرزی د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د پنځوس اوریزه لوبو غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی.