هالو ټرسټ موسسه؛ افغانستان کې ۶.۴ میلیونه وګړي د ماینونو له ګواښ سره مخ دي

د «هالو ټرسټ» په نامه د ماین پاکۍ یوې موسسې د تازه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، افغانستان د نړۍ په سطحه له اوکراین وروسته دویم هیواد دی چې په ناچاودو توکو ککړ دی او په کې ۶.۴ میلیون کسان د ماینونو له خطر سره مخ دي.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې نږدې له هرو پنځو وګړو یو یې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ماینونو او ناچاودو توکو له خطره ډکې دي.
د هالو ټرسټ ادارې زیاته کړې چې افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو له امله د ځمکنیو ماینونو ګواښونه لا هم د زرګونو افغانانو ژوند ګواښوي.
یاده اداره هېواد کې له جګړو د پاتې ماینونو او مهماتو ګواښونو ته په اشارې له نړیوالو غواړي چې سیاسي موضوعاتو ته له پام پرته، د افغانستان سره په دې برخه کې همکاري وکړي.
د ملګروملتونو له لوري د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، دامهال افغانستان کې له جګړو د پاتې ماین چاودنو کې هره میاشت ۶۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ورته وخت کې د سرهصلیب نړیوالې کمیټې ویلي، دغې کمېټې تېر کال افغانستان کې د ماین چاودنو په دلیل د ۶۷۳ کسانو وژل کېدل ثبت کړي چې ۶۰ سلنه یې ماشومان جوړوي.
که څه هم هېواد کې د جګړې تود ډګرونه ساړه شوي، خو له جګړې پاتې ناچاودې توکي او ماینونه لا هم د عامو افغانانو ژوند ګواښي.خلک شکایت کوي چې لا هم خپلو کرنیزو ځمکو او ورانو شویو کورونو ته په ډاډه زړه نشي ورتللی او ناچاوده توکو شتون یې ژوند ته یې ستر ګواښ جوړ کړی دی.