طالبانو په نورستان کې د ژوندیو موجوداتو پر عکس اخیستلو بندیز لګولی
په نورستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې باختر دولتي اژانس د امربالمعروف ادارې له قوله خبر ورکړی، چې په دغه ولایت د ژوندیو موجوداتو پر عکس اخیستلو بندیز لګول شوی دی.
یاد اژانس زیاته کړې چې دغه بندیر د نورستان پهرټولو دولتي ادارو کې نافذ شوی دی.
دغه راز د دولتي ادارو مسوولانو ته امر شوی چې د اداري ناستو د عکسونو او ویډیوګانو د خپرولو پرځای دې د خپلو ادارو د ودانیو عکسونه خپاره کړي.
په ورته مهال د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو پر یاد اقدام نیوکه کړې او دا یې په ښکاره د رسنیو له قوانینو سرغړونه بللې ده.
یاد مرکز ویلي دا شپږم ولایت شو چې طالبانو په کې پر عکس او ویډیو اخیستلو بندیز لګولی دی.
له دې دوه ورځې وړاندې په پنجشیر ولایت کې هم طالبانو د ژوندیو موجوداتو پر عکس او ویډیو اخیستلو بندیز لګولی و.
واک ته د طالبانو په رسېدو سره پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي او د طالبانو له دې اقداماتو مالومیږي چې دا محدودیتونه به لا پسې زیات شي.