د زلمي خلیلزاد د مېرمنې څرګندونو غبرګونونه راپارولي

د زلمي خلیلزاد مېرمنې شرلي بنارد هغه مقالې توند غبرګونونه راپارولي چې ادعا یې کړې وه، چې افغانستان کې د ښځو له فعالیته انکار د دغه هېواد ناسم انځور وړاندې کوي او هیڅوک باید افغانستان ته د ستنېدو په اړه وېره ونه لري او که نړۍواله ټولنه غواړي چې له افغانانو سره مرسته وکړي، باید پر دغه هیواد بندیزونه کم کړي.
د بنار دغه مقاله کې چې نشنل اېنټرسټ ورځپانې خپره کړې لیکلي چې افغانستان ډېر ښه پېژني او افغانان هڅوي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
نوموړې په خپله مقاله کې افغانستان د ښځو لپاره خوندي هېواد بللی او ټینګار یې کړی چې افغان ښځې له ازادۍ برخمنې دي.
بنارد زیاته کړې: «کابل ښار کې مې سوداګرې ښځې ولېدې چې رستورانتونو کې یې کار کاوه او ځینې نورې مې هم ولېدې چې د سړک پر سر یې پر کراچۍ ځینې توکي پلورل او داسې ځینې ښځې مې هم لېدلې چې ټیکری په سر له محرم پرته بهر ګرځېدلې.»
بنارد د افغانستان د ښځو حالت ته په اشارې ویلي، چې یوازې تر شپږم ټولګي لوړ دولتي ښوونځي د نجونو په وړاندې تړلي دي او خصوصي مکتبونو کې تر «هرې کچې» زده کړې کولای شي.
نوموړې له دې مقالې وروسته له بي بي سي سره په مرکه کې د افغانستان د وضیعت په اړه د خپرې شوې مقالې ننګه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د کابل په تړاو یې خپلې مشاهدې د ډېرو رسنیو له ریپوټونو سره توپیر لري.
هغې زیاته کړې چې دا مهال په افغانستان کې ښځې په بېلا بېلو اقتصادي برخو کې فعالې دي او د امنیت په اړه یې ارزونې یوازې د کابل د کوڅو د لیدلو پر اساس نه دي، بلکې د نړیوالو بنسټونو او علمي مطالعاتو د ریپوټونو پر بنسټ دي.
هغه هېواد چې د ښځو ډېره کمه برخه پکې له روغتیا، پوهنې او امنیت پرته نورو برخو کې د کار کولو اجازه نه لري.
د زلمي خلیلزاد د مېرمنې یادو څرګندونو په هیواد دننه او بهر د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
ښځینه فعالې نظیفې جلالي د خلیلزاد د مېرمنې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «د افغانستان حقایق د ډیپلوماټیکو موسکاوو تر شا نشي پټیدای، په داسې حال کی چې میلیونونه افغانان د نا امنیو، بې روزګارۍ ، د انجونو پر تعلبم د بندیزونو، او د خپل لومړنیو حقونو بې برخې دي؛ ډیره حیرانونکی ده چې د خلیلزاد میرمن او خلیلزاد د افغانستان حالات ډیر شه بولی او افغانان وطن ته د بیرته راستنیدو ته تشویقوی همدا اوسمهال هم افغانی میرمنی خپل باور ددوی په وړاندی د لاسه ورکړئ دی.»
یوه بله ښځينه فعاله صحرا ملکزۍ وایې، خلیلزاد او مېرمنې تل د افغان ښخو د وضیعت په اړه نامسوولانه څرګندونې کړي دي.
هغې زیاته کړې چې طالبانو د خپلې څه د پاسه درې کلنې واکمنۍ پرمهال نجونې له ښوونځيو، پوهنتونو او د طب په برخه کې له نیمه عالي زده کړو منعه کړي او دغه راز یې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
ملګزۍ زیاته کړه: «د خلیلزاد مېرمن به د څو ورځو لپاره په چکر کابل ته راغلي وي او طالبانو به هم ورته د ښځو شته فضا داسې برابره کړي وي، چې دلته پر ښځو هیڅ محدودیت نشته خو داسې نه ده افغان نجونې له زده کړو بې برخې شوي او دغه راز له دندو ګوښه او له اقتصادي ستونزو کړیږي.»
د غبرګونونو په دوام د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریې بارکزۍ هم د خلیلزاد د مېرمنې خبرې بې اساسي بللي دي او زیاته کړې یې ده، چې دا مهال افغان ښځې په بد وضیعت کې دي.
بارکزۍ زیاته کړې: «لاهم په افغانستان کې ښځې کار نه شي کولی، خپل حقوق نه ورکول کیږي له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي او همدارنګه یو شمېر یې د طالبانو په زندانونو کې دي.»
بلخوا د «پنجره امید» ښځینه غورځنګ هم د افغان ښځو وضعیت په اړه د خلیلزاد د مېرمنې خبرې غندلي او د بنارد څرګندونې یې «بې بنسټه او بې رحمانه» او د ښځو کړاو او درد ته سپکاوی بللی دی.
یاد بنسټ ویلي چې شرل بینارډ د لوېدیځو په فکري او رسنیزو بنسټونو کې له خپل حیثیت څخه په استفادې په ځلونو هڅه کړې، چې د طالبانو ډله د یوه مشروع او تعامل وړ ځواک په توګه معرفي کړي.
دغه غورځنګ زیاته کړې چې د خلیلزاد د مېرمنې امنیت خوندي دی او حق نه لري چې د افغان ښځو وضعیت په اړه نامسولانه څرګندونې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نجونې له ښوونځيو، پوهنتونونو او کار منع کړي او پر دوی یې محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي، چې له امله یې افغان ښځې له نامالوم برخلیک سره مخ دي.