ایټالیا د افغانستان لپاره نوې سفیره ټاکلې
ایټالیوي چارواکو خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره یې سابرینا اوګولیني د نوې سفیرې په توګه ټاکلې ده.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ګولیني به د طالبانو د رژيم پرمهال د کابل پر ځای د قطر له پلازمېنې دوحې څخه خپل ماموريت ته دوام ورکړي.
سابرینا اوګولیني له دې وړاندې له دوحې د افغانستان اړوند د ایټالیا د سفارت چارې د شارژافېرې په توګه ترسره کولې.
اعلامیې د اغلې سبرينا اوګوليني له قوله ويلي چې د افغانستان لپاره د سفيري په توګه ټاکل کېدل غوره ګڼي او دا به په افغانستان کې د بشري حقونو، د نجونو او ښځو د زده کړو لپاره ځانګړي هڅې وکړي.
اوګوليني چې د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت په چوکاټ کې يې د ۱۹۹۴ کال راهيسي په بېلابېلو هېوادونو کې د سفيري، کونسلي او اروپايي پارلمان کې د استازې په توګه دنده تر سره کړې دي.
۵۶ کلنه سبرينا اوګوليني چې په اصل د روم اوسېدونکې ده، په ۱۹۹۲ زېږديز کال کې د سياسي علومو پوهنځي فارغه او په نړیوالو اړیکو کې تخصص لري.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پيژندلی، خو لا هم د امریکا په ګډون د یو شمیر هیوادونو سفیران د افغانستان په اړونده چارې له نورو هیوادونو په ځانګړي ډول له دوحې سمبالوي.