بغلان کې د ډبرو سکرو د کان نړېدو پېښه؛ شپږ کان کیندونکي مړه او ۱۸ ټپیان شوي

د هیواد په شمال بغلان ولایت کې سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د ډبرو سکرو د یوه کان نړېدو له کبله ۲۴ کان کیندونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بغلان کې د طالبانو تر ولکې لاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ (سه شنبه،۳۱ د چنګاښ) دغلته د «کرکر» د ډبرو سکرو کان یوه برخه په «ناڅاپي» ډول نړیدلې چې په کې شپږ کان کیندونکي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د ژغورنې ټیمونه په وخت سیمې ته رسیدلي او ټپیان یې د بغلان ولایت مرکزي روغتون ته د درملنې لپاره لیږدلي دي.
له دې وړاندې هم په ۲۰۲۲ کال کې د بغلان ولايت په همدې سیمه کې د کان نړېدو له کبله لږ تر لږه لس کان کيندونکي وژل شوي وو او دغه راز بیا په تېر ۲۰۲۴ کال کې په سمنګانو ولايت کې د ډبرو سکرو د کان نړېدو له کبله ۲۲ تنو خپل ژوند بايللی و.
د کانونو غیر معیاري استخراج او د خوندیتوب وسايلو او اړينو تجهيزاتو نشتوالی له امله ډېر کله د افغانستان په کانونو کې د کیندنې پرمهال دا ډول پېښې رامنځته کیږي.