د مسعینک کان ۶۰ قلمه لرغوني اثار د لوګر موزیم ته وسپارل شول

د طالبانو تر ولکې لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۶۰ قلمه تاریخي اثار چې د مسک عینک سیمې څخه موندل شوي، د لوګر ولایت ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه ۶۰ قلمه تاریخي اثار چې پهکې سفالي، ډبریز، فلزي، ښیښې توکي او یوشمېر نور اثار شامل دي، د لوګر ولایتي موزیم د بډاینې په موخه انتقال شوي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د عینکو کان له لرغونې سیمې ترلاسه شوي ۱۴۳۰ قلمه نور تاریخي اثار، د پاکارۍ، ترمیم، ثبت او راجسټر او د لازیاتو څېړنو په موخه کابل ته انتقال شوي دي.
بلخوا فرهنګي فعالان وایې موزیم ته د لرغونو اثارو سپارل نه یوازې یو مهم فرهنګي اقدام دی، بلکې د ملي هویت د پیاوړتیا، د ځوان نسل لپاره د معلوماتو او د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره هم بهترینه وسیله بلل کېږي.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د هیواد له بېلابېلو سیمو ګڼ شمېر تاریخي اثار د خپلسرو کېندنو پرمهال بهرنیو هیوادونو ته قاچاق شوي دي.