په هرات کې د کتابونو پنځه ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

په هرات کې د افغانستان زعفرانو نړیوال مرکز کې د کتابونو مطالعې او دود لپاره پنځه ورځنی نندارتون چې څو ورځې وړاندې پرانېستل شوی و، پای ته ورسېد.
د یاد نندارتون جوړونکی غلام فاروق محمودي وايي چې دغه نندارتون یې، یاد ولایت کې د کتاب لوستنې دود غوړولو او د افغنستان زعفرانو نړیوال مرکز کې د ځوانانو پوهاوي کچې لوړولو لپاره جوړ کړی و.
د هغه په خبره چې دې نندارتون کې بېلابېل ادبي، علمي، ښوونیز او فرهنګي کتابونه نندارې ته اېښودل شوي وو.
د نوموړي په وینا په دې وروستیو کې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود پیکه شوی او په وینا یې، له همدې امله یې د کتابونو دغه نندارتون جوړ کړی و.
په همدې حال کې دغه نندارتون راغلي یوشمېر کسان د یاد نندارتون څخه د هرکلي ترڅنګ وايي چې دغه ډول نندارتونونه به مطالعې ته د ځوانانو هڅولو برخه کې ګټور تمام شي.