په فرانسه کې د جلا وطنو پارلمان ټاکنې؛ اووه افغان کډوالو د ټاکنو لپاره ځانونه نوماند کړي

په فرانسه کې د جلا وطنو پارلمان ټاکنې؛ اووه افغان کډوالو د ټاکنو لپاره ځانونه نوماند کړي
Photo: Social Media

اووه افغان کډوال چې درې ښځې او څلور نارینه پکې شامل دي، د فرانسې د جلا وطنو پارلمان ته نوماندان شوي دي.

شکیبا داوود، سیاره رحماني او فاطمه حیدري له ښځو او روح‌الله صدیق‌الله، انعام‌الله سمون، واصل اسحاق‌زی او مهدی موعودي له نارینه‌وو کاندیدان دي.

د فرانسې د جلا وطنو پارلمان ته نوماندانو ویلي، که بریالي شي د پناه‌ غوښتونکو ستونزو ته به رسېده ګي کوي او د کار موندنې په برخه کې به یې ملاتړ لپاره کار وکړي.

د دې ټاکنو لپاره د رایې ورکولو پروسه د جولای په نهمه پیل شوه او د روان کال د جولای تر ۱۷مې پورې به دوام وکړي. دا لا څرګنده نه ده چې په دې پروګرام کې به څومره افغان نوماندانو ته رایه ورکړل شي.

د مالوماتو له مخې اوسمهال په دې ټاکنو کې د بېلابېلو هېوادونو ۲۵ نوماندان سیالي کوي او یواځې په فرانسه کې میشت کډوال د ویب پاڼې له لارې میرمنې او نارینه ته دوه رایې کارولی شي.

د فرانسې د جلا وطنو پارلمان یو مدني او نادولتي بنسټ دی او د هغوکسانو لپاره جوړشوی چې د سیاسي، ټولنیزو یا امنیتي لاملونو له امله له خپل اصلي هیواد کډوال شوي او د دې بنسټ موخه جلا وطنو ته په ټولنه او سیاست کې د ګډون، حضور او د خپل غږ د پورته کولو فضا رامنځته کول دي.