د هیواد نامتو شاعر مطیع الله تراب ومړ

د هیواد د پښتو ژبې حماسي او نوښتګر شاعر مطیع الله د زړه ناروغۍ له کبله په ناڅاپي توګه ومړ.
د نوموړي د کورنۍ غړو هم د تراب مړینه تایید کړې او ویلي یې دي، چې هغه د ورپېښې ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سترګې بټې کړې.
د تراب مړينې ته شاعرانو، لیکوالانو، هنرمندانو او د ادب مینوال بېلابېل غبرګونونه ښودلي او د هغه مړینه یې په فرهنګي برخه کې یوه لویه ضایع بللې ده.
مطیع الله تراب په دې وروستیو کې ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعرې پرمهال د شعر په ژبه پر طالبانو نیوکې کړې وې او د دې ډلې له مشر ملا هبت الله یې غوښتي و، چې د کندهار پر ځای دې کابل ته راشي او نور دې افغان نجونې له زده کړو نه محروموي.
د تراب دغه شعر د طالبانو توند غبرګونونه وپارول او همدا شعر د دې لامل شو، چې هېواد کې پر مشاعرو پراخ محدودیتونه او بندیزونه ولګول شول او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس هم د همدې شعر له امله له دندې ګوښه شو.
تراب د نظم ویلو خاص سبک درولوده او د همدې سبک او انتقادي شعرونه له امله یې په دې وروستیو کې ګڼ مینوال پیدا کړي و، د هغه شاعري په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې د هیوادنۍ مینې، یووالي او ناخوالو د یادولو له امله ډېره مشهوره شوې ده.
مطیع الله تراب که څه هم له خپلې کورنۍ سره د ژوند ډېره برخه په خوست کې تېره کړې وه، خو په اصل د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی دی.