د افغانستان کرکټ بورډ د نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د ایرلنډ او سرېلانکا الف لوبډلو پر وړاندې د دوه څلور ورځنیو سیالیو او درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د افغان ابدالیانو لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.
کرکټ بورډ څخه په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې دغه سیالۍ به د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۷مه نېټه د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، چې د مې میاشتې تر دویمې نېټې پورې به یې په ترڅ کې ۷ یو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.
دغه راز کرکټ بورډ زیاته کړې چې ټاکل شوې د افغانستان نولس کلنو لوبډله د روانې مارچ میاشتې په پای کې نیپال ته هم ولاړه شي، چې له نیپال سره د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې لوبې د اپرېل میاشتې په درېیمه،، شپږمه او نهمه نېټه پلان شوي دي.
د کرکټ بورډ په وینا له نیپال سره تر لوبلړۍ وروسته به افغان لوبډله، د نولس کلنو نړیوال جام غوراوي پړاو په سیالیو کې ګډون وکړي.
هغه سیالۍ د اپرېل میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې ترسره کېږي.
افغان لوبډله به د نړیوال جام غوراوي په سیالیو کې د هانګ کانګ، عربي متحده اماراتو، نیپال او عمان لوبډلو سره سیالۍ ترسره کړي.
له دغه لوبډلو به پیاوړې لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لار ومومي، چې ټاکل شوې په زیمبابوې او نمیبیا کې ترسره شي.