ملګري ملتونه: پر افغان نجونو د زده کړو بندیز یې راتلوونکی ګواښي

ملګري ملتونه: پر افغان نجونو د زده کړو بندیز یې راتلوونکی ګواښي
Photo: RM Media

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره سیما باهوس ویلي، چې د طالبانو له لوري د افغان نجونو پر زده کړو بندیز راتلونکي نسلونه سخت اغېزمنوي.

هغې پر خپله اېکس پاڼه  لیکلي چې د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره، په افغانستان کې زرګونه نجونې له ښوونځي پاتې شوې دي.

باهوس زیاته کړې چې طالبان دې پرته له کوم تبعیض ژر تر ژره د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي.

له دې سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې له زده کړو د نجونو د محرومیت له امله رامنځته شوی رواني فشار د زغملو نه دی.

اوچا زیاته کړې چې د  ۲۰۲۴ زېږدیز کال په  لړ کې له ۱۳ کلنو تر ۱۷ کلنو نجونې د محدودیتونو له امله ښوونځي ته نه دي تللي.

د راپور له مخې، د همدې عمر ۷۴ سلنه هلکان تېر کال ښوونځي ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې تر دې دمه ۲.۲ میلیونه نجونې د منځنیو ښوونځیو له زده‌کړو محرومې شوې دي او دا شمېر به تر ۲۰۳۰ کال پورې څلور میلیونو ته ورسېږي.

هېواد کې نوی ښوونیز کال داسې مهال پیل شو، چې طالبانو له ټولو غوښتنو او نړیوالو فشارونو سره – سره د افغان نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو پرانېستو ته اجازه ورنه کړه.