د افغان کډوالو جبري ایستل؛ کورنۍ د لوڼو د زده کړو په اړه اندېښمنې دي

د افغان کډوالو جبري ایستل؛ کورنۍ د لوڼو د زده کړو په اړه اندېښمنې دي
Photo: RM Media

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ له دوام سره هم مهاله راستنېدونکي کورنۍ د خپلو لوڼو د تعلیمي او تحصیلي راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.

دوی وایې چې هیواد له راستنېدو وروسته افغان ښځې او نجونې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، چې زده کړو او کاري فرصتونو ته محدود لاسرسی به یې لا ژوند سخت کړي.

عبدالغفور، چې په اصل کې د غزني اوسېدونکی دی، دوه اونۍ وړاندې له ایران څخه له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره راستون شو. هغه له ۱۷ کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي او درې لوڼې یې هلته تر اتم، نهم او دولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي.

خو له ایران څخه جبري شړلو او په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز د هغه د لوڼو تعلیمي راتلونکې په شک کې اچولې ده.

هغه وايي: «زما لوڼې پلان درلود چې لوړې زده کړې وکړي او د تخصص ترلاسه کولو وروسته بیرته هیواد ته راستانه شي، خو ناڅاپه د کډوالو د ایستلو پروسه پیل شوه؛ زما د لوڼو زده کړې نیمګړې پاتې شوې، او طالبان هم د دوی د زده کړې مخه نیسي.»

عبدالغفور اندېښنه لري چې د هغې لوڼې او نورې افغانې نجونې به د تل لپاره د زده کړې له حق څخه محرومې شي، ځکه چې د طالبانو پریکړې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو هیڅ څرک نه لیدل کیږي.

هغه وايي: «له هغه وخته چې موږ هیواد ته راستانه شوي یو، هره ورځ زما لوڼې له ما څخه پوښتنه کوي: 'پلاره، زموږ ښوونځي به کله خلاص شي؟' خو زه یوازې تشې ژمنې کوم. که نجونو ته د زده کړې اجازه ورنکړل شي، زموږ راتلونکی به له ستونزو سره مخ شي.»

هغه پر طالبانو غږ کوي چې نجونو ته د زده کړې اجازه ورکړي ترڅو د نجونو او د هیواد راتلونکی روښانه شي.

شفیق‌الله، یو بل کډوال چې یوه اونۍ وړاندې له خپلې کورنۍ سره کابل ته راستون شوی، هغه د سرپناه نشتوالي او نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ د خپلو دوو لوڼو او دریو زامنو د تعلیمي راتلونکي په اړه خورا اندیښمن دی، چې کلونه یې په ایران کې زده کړې کړي دي.

هغه د سپین‌ږیريتوب له امله په خپله کار نه شي کولای، اوس یې خپلې ټولې هيلې د لوڼو او زامنو په تعلیم او روښانه راتلونکي پورې تړلې دي. خو اوس، له ایران څخه د جبري راستنیدو او د طالبانو له لوري د تعلیمي محدودیتونو سره، هغه د دوی راتلونکی ناڅرګند او اندېښمنونکی ګڼي.

شفیق‌الله وايي: «موږ ۱۳ کاله په ایران کې ژوند وکړ. زما دوه لوڼې تر اتم او نهم ټولګي پورې زده کړې وکړې. کله چې موږ راستانه شوو، زما لوڼې ژړل او ویل یې چې موږ داسې ځای ته راغلي یو چې نور موږ ته د زده کړې اجازه نه ورکول کېږي. زه ډېر اندېښمن یم، ځکه که دوی زده کړه ونه کړي، نو راتلونکی به یې ویجاړ شي.»

نوموړی وايي، د هغه لوڼې له ایران څخه له اسنادو پرته او خالي لاس ایستل شوې او اوس د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده کړې محرومې دي. 

په همدې حال کې د دوی د رواني فشار کمولو لپاره، شفیق الله پلان لري چې خپلې لوڼې په دیني مدرسو او یا د حرفوي زده کړو مرکزونو کې شاملې کړي.

هغه زیاتوي: «دوی له نا امیدۍ سره مخ دي، مګر زه هڅه کوم چې د دې وضعیت څخه د وتلو لپاره یوه لاره ومومم.»

په ورته وخت کې، یو شمېر ښځینه زده کوونکې چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوې، د نجونو د زده کړې د بندیز وروسته ښوونځیو او پوهنتونونو ته له لاسرسي څخه محرومې شوې دي، او اوس له رواني فشار او نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

صبرینا احمدي یوه له دغو زده کوونکو څخه دهې، چ پنځه میاشتې وړاندې له پاکستان څخه کابل ته راستنه شوه. د هغې په وینا، د پاکستاني پولیسو د فشار له امله یې کورنۍ اړ شوه چې بیرته راستانه شي. هغې تر لسم ټولګي پورې په پاکستان کې زده کړې وکړې، خو له راستنېدو وروسته او د طالبانو د بندیزونو له امله، هغه د خپلو زده کړو له دوام څخه محرومه شوه.

صبرینا زیاتوي: «زما لپاره دا ډیره ستونزمنه وه چې زده کړه په نیمایي کې پریږدم.»

هغه وایې د رواني فشار کمولو او د زده کړې پروسې د دوام ساتلو لپاره یې لنډمهاله کورسونو او حرفوي زده کړو ته مخه کړې، کوم چې هغه د خپلې زده کړې د دوام لپاره یوازینۍ ممکنه لاره ګڼي.

صبرینا وايي: «فشار هره ورځ زیاتیږي او ډیری نجونې له رواني صدماتو سره مخ کیږي. موږ لا هم نه پوهیږو چې ایا موږ ته به بیا د زده کړې اجازه ورکړل شي.»

اوس هغه او ډیری نورې ښځینه زده کونکي په راتلونکي کې د خپلو زده کړو د دوام لپاره د فرصت په تمه دي.

په داسې حال کې چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ورځ تربلې مخ په زیاتېدو ده، د افغان ښځو د آزادۍ غورځنګ د جبري اقدام غندنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا به زرګونه نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې کړي.

 یاد غورځنګ له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو څخه غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو د زده کړې حق تضمین کړي او د کډوالو کورنیو د جبري شړلو پروسه ودروي.

په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په هېواد کې د سواد ټيټه کچه او د زده‌کړو وضعیت اندېښمنوونکی بللی او ویلي یې دي، چې هیواد کې یوازې ۵۰ سلنه افغان نارینه او ۲۰ سلنه مېرمنې لیک لوست کولای شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کړې منع شوې، پوهنتونونه د هغوی پر مخ تړل شوي، او د ښځو په کار، تګ راتګ او ټولنیز حضور باندې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.