کندهار کې طالبانو ښځې روغتیایي مرکزونو ته له محرم پرته منع کړي
په کندهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو امرباالمعروف ادارې ښځو ته خبرداری ورکړی، چې له محرم پرته دې روغتیایي مرکزونو ته نه ځي.
سرچینې زیاته کړې چې دا بندیز له تېرې یوې اوونۍ راهیسې لګول شوی او د امرباالمعروف ادارې محتسبین په روغتیایي مرکزونو کې ګمارل شوي او هغه ښځې چې روغتیایي مرکز ته له محرم پرته مراجعه کوي هغوی ته په جدي ډول وايي چې باید له محرم پرته رانشي او زیاتره یې بېرته کور ته ستنول کیږي.
کندهار کې یوې بلې سرچینې هم پر ښځو دا بندیزونه تائید کړي او زیاته کړې یې ده چې، په روغتیایي مرکزونو کې پر ښځو د امرباالمعروف دغه چارې بې سرپرسته ښځې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د سرچینې په وینا د کندهار د امربالمعروف او نهی عن منکر ادارې محتسبین د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته ورغلي او هغوی ته یې د ویلي، چې نور به ښخو ته له محرم پرته روغتون ته اجازه نه ورکوي.
د سرچینې په وینا هر مرکز ته د امر بالمعروف ادارې یو یو کس ټاکلی چې دغه موضوع به څاري او له محرم پرته به روغتیایي مرکزونو ته د ورتګ اجازه نه کوي.
تراوسه د طالبانو مرباالمعروف وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو امر باالمعروف وزارت په دې وروستیو کې یو نوی قانون توشیح کړی، چې تر ډیره په کې پر ښځو محدودیتونه وضعه شوي چې د دغه قانون توشیح په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.