افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی
Image: RM Media
افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی
افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د نړیوالې ورځ او په هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو زیاتوالی.

یو شمیر ښځينه فعالانې وایې چې، واک ته د طالبانو په رسېدو سره په هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پيښې زیاتې شوي دي.

ښځینه فعالان دغه راز اندېښنه لري چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ورځ تربلې مخ په ډېرېدو دي چې له کبله یې زیاتره ښځو ځان وژنه کړې.

ښځينه فعاله نورینه افغان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل د طالبانو له لوري د ښځو حقوقو نه ورکړه او دغه راز په لویه کچه د نارینه وو، بې روزګاري یادوي.

د هغې په خبره چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي حادې پيښې د هغو له جملې څخه قتل، په دار ځړول، ځان وژنه او د ځان سوځولو پيښې د تیرو کلونو په پرتله زیاتوالی ښیي.

نورینه افغان زیاتوي:«د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي، ځکه مو هره ورځ داسې مالومات ترلاسه کوو چې په هر ولایت د ښځو د وژنې او پر دوی د تاوتریخوالي پېښې ثبتیږي؛ لوی لامل د دې پېښې د نارینه وو بې روزګاري او دغه راز د کورنیو اقتصادي ستونزې دي.»

یوه بله ښځینه فعاله امینه حقپرست هم وایې، د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي او زیاتره ښځینه د طالبانو له ویرې نشي کولای چې، اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي څو یوه حل لاره ورته ولټول شي.

د هغې په وینا پ دې وروستیو کې په بدو کې د نجونو ورکړه او دغه راز د نجونو په جبري ډول نکاح کولو پېښې هم زیاتې شوي، چې له کبله یې زیاتره نجونو ځان وژنه کړې ده.

امنیه حقپرست زیاتوي:«په دې وروستیو کې په بدخشان، فاریاب، مزار، ننګرهار، هرات، هلمند، کندهار او زیاتره نورو ولایتونو کې زیاتره ښځو د کورني تاوتریخوالي له کبله ځان وژنه کړې او لامل یې د دوی د وژنې په زوره نکاح کول او یا په بدو کې ورکړه وه، نو دا تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی.»

نوموړې اقتصادي ستونزې، زده‌کړو او کار ته نه لاسرسی، کورنی تاوتریخوالی او د طالبانو حکومت له لوري پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه د دغو پېښو اصلي لاملونه بولي.

په همدې حال افغانستان کې د سلام وطندار په نامه یوې ادارې په وروستیو شپږو میاشتو کې د ښځو د وژلو او ځان‌وژنې ۷۴ پېښې ارزولې دي.

د یادې ادارې دا شمېرې ښيي چې هره میاشت په منځنۍ کچه له ۱۲ زیاتې ښځې وژل شوي یا یې هم ځان‌وژنه کړې ده.

د سلام وطندار ادارې د دغو شمېرو پر بنسټ، د ۱۴۰۲ کال په لړم میاشت کې اووه، په لېندۍ کې څوارلس، په مرغومي کې اته، په سلواغه کې څوارلس، په کب کې پنځلس او د ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې هم شپاړلس پېښې شوي چې ۵۸ هغه یې د وژلو او ۱۶ نورې هم د ځان‌وژنې دي.

په ورته مهال ملګروملتونو(یوناما) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌ منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر افغانستان له طالبانو په ټینګار سره غوښتي چې، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

د یوناما څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې طالبان دې پر افغان ښځو شته بندیزونه پای ورسوي او دغه راز د ښځو له حقونو او بنسټیزو آزادیو د سرغړونو سیستماتیک بهیر دې ودروي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت نورو نړیوالو بنسټونو هم له طالبانو غوښتي چې، افغان نجونو ته دې د زده کړو او کار اجازه ورکړي او دغه راز پر دوی دې شته بندیزونه پای ته ورسوي.