د ښځو د حقونو د سرغړونې قضیه قضیه نړیوالې محکمې ته راجع شوه
د نړۍد پنځو هېوادونو له لوري په افغانستان کې د طالبانو له لخوا د ښځو د حقونو سرغړونې قضیه نړیوالې جزایي محکمې (ICC) ته راجع شوه.
چیلي، کوستاریکا، اسپانیه،فرانسه، لوګزامبورګ او مکسیکو هغه هیوادونه دي چې، د طالبانو لخوا په افغانستان کې د ښځو د حقونو سرغړونې قضیه یې له دې وجې نړيوالې جزايي محکمې ته وړاندې کړې،.
دغه هیوادونو ویلي چې، په افغانستان کې د ښځو د ژوند شرايط ورځ تربلې مخ خرابېدو او پر دوی د طالبانو بندیزونه مخ په زیاتېدو دي.
یادو هیوادون په یوه ګډه اعلامیه کې له نړيوالې جزايي محکمې څخه غوښتي چې، ژر تر ژره دې د افغان ښځو او نجونو د حقونو دوامداره او سیستماتیک نقض ته رسيدګي وکړي.
له دې وړاندې هم افغان ښځو له نړیوالې محکمې د طالب مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې وه.
دغه راز دوی له نړیوالې ټولنې هم په ټینګار سره غوښتي و، چې له طالبانو سره دې هیڅ ډول سیاسي تعامل نه کوي او پر دوی دې فشار زیات کړي څو د افغان ښځو او نجونو حقونه ورکړي.
طالبانو په خپله تېره درې کلنه واکمنۍ کې پر نجونو او ښځو د زده کړو او کار بندیز لګولی او پر دوی د طالبانو له لوري ورځ تربلې د ژوند کړۍ مخ په تنګیدو ده.