د امریکا سفارت: افغان ښځې د طالبانو له لوري له تبعیضي چلند سره مخ دي
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو روان وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، واک ته د طالبانو په رسیدو سره په افغانستان کې ښځې او نجونې له تاوتریخوالي، بېعدالتۍ او تبعیضي چلندونو سره مخ دي.
د امریکا سفارت په ټینګار سره ویلي چې ښځې او نجونې حق لري چې له وېرې او ډار پرته لکه د ټولنې د نورو وګړو په شان ژوند وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ښځو د حقونو ملاتړو سازمانونو او فعالان هم د افغان ښځو د شته ستونزو د حل په برخه کې د لا زیاتو عملي ګامونو غوښتنه کړې وه.
له دې دوه ورځې مخکې د افغان ښځو«د ازادۍ پر لور د ښځو خوځښت»له نړیوالې ټولنې په ټینګار سره غوښتي و، چې له طالبانو سره دې هیڅ ډول تعامل نه کوي.
یاد خوځښت له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت په پام کې لري چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه خپل اعتراضي کمپاین ته دوامداره وساتي.
د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې پر افغان ښځو او نجونو د زده کړو بندیز لګول شوی او دغه راز پر دوی د طالبانو له لوري بندیزونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي، چې له کبله یې زیاتره نجونې په رواني ناروغیو اخته شوي دي.