طالبانو په هرات کې د ګذر وکیلان د امرباالمعروف قانون پلي کیدو ته اړیستلي

طالبانو په هرات کې د ګذر وکیلان د امرباالمعروف قانون پلي کیدو ته اړیستلي
Photo: RM Media - Herat

په هرات کې ځایي سرچینې وایې چې په دغه ولایت کې طالبانو د ګذر وکیلان اړ کړي چې، د امرباالمعروف قانوني په پلي کیدو کې ورسره مرسته وکړي او یاد قانون پلی کړي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې د هرات لپاره د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر رییس عزیزالرحمان المهاجر د دغه ولایت د ګذر وکیلانو سره د ناستې پر مهال په ټینګار سره غوښتنه کړې چې، د امرباالمعروف قانون په پلي کیدو او دغه راز له «بدحجابۍ» څخه د مخنیوی لپاره ورسره همکاري وکړي.

نوموړي د یاد قانونو د پلي کیدو په برخه کې د ګذر وکیلانو رول مهم بللی او ورڅخه غوښتي یې دي چې، خپله همکاري دې په یاده برخه کې له دوی نه سپموي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم طالبانو د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې له خلکو په ټینګار سره غوښتنه کړې وه، چې د امرباالمعروف له توشیح شوي قانون پیروي وکړي او دغه قانون دې په ورځني ژوند کې عملي کړي.

که څه د طالبانو د امرباالمعروف قانون په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي، خو دې هر څه سره سره بیا هم طالبانو د یاد قانون پر پلي کیدا ټینګار کړی دی.