پر زده کړو له بندیز وروسته افغان نجونو حرفوي زده کړو ته مخه کړې

پر زده کړو له بندیز وروسته افغان نجونو حرفوي زده کړو ته مخه کړې
Image: RM Media

د طالبانو له لوري په هيواد کې د ښځو پر زده‌کړو او کارله بندیز وروسته د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو او لاسي صنایعو په ګډون د حرفوي زده‌کړو مرکزونو ته د ښځواو نجونو ورتګ زیات شوی دی.

نجونې وایي د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کيدو یې په روحیې بد اغيز کړی او زیاترو یې د روحي فشارونو د کابو کولو لپاره حرفوي زده کړو ته مخه کړې ده.

زینب تر لسم ټولګي زده کړې کړي وایې، د ښوونځیو له تړل کیدو او د کار نه موندلو وروسته اړ شوې چې د ځان او کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل لپاره په یو حرفوي مرکز کې کار وکړي.

زینب زیاته کړه:«زه په لسم ټولګي کې وم چې ښوونځي وتړل شول غوښتل مې ډاکتره شم او هیواد ته خدمت وکړم، خو هر څه بدل شول اوس مې د خیاطۍ په برخه کې حرفوي زده کړو ته مخه کړې چې له همدې لارې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه ګټم.»

ملاله د ښوونځي یوه بله زده کوونکې ده هغه هم په نهم ټولګي کې وه، چې د ښوونځيو دروازې د نجونو پرمخ وتړل شوې.

هغه وایې د ښوونځي له تړل کېدو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د لاسي صنایعو په یوه کارخونه کې کار پیل کړي.

ملاله زیاتوي:«غوښتل مې خپلو هیوادوالو ته خدمت وکړم مګر ټولې هیلې مې له خاورو سره خاورې شوې او ښوونځي راڅخه پاتې شو او له زیات فشار سره مخ وم، د همدې فشار د کمولو لپاره مې په دې مزکز کې د خیاطۍ په برخه کې زده کړې پیل کړې.»

بلخوا د حرفوي زده کړو د مرکزونو مسوولان هم مني چې پر زده کړو له بندیز وروسته زیاتره نجونو حرفوي زده کړو ته مخه کړې.

 د لاسي صنایعو د مرکز یوه مسووله شبانه وایې چې، ډېری کارکوونکې  یې هغه نجونې دي چې ښوونځي یا پوهنتون یې پرېښی او حرفوي زده‌‌کړې یې د بدیل لاره ګڼلې ده.

شبانه زیاتوي:«زمونږ زیاتره کاریګرې اوسني وخت کې د پوهنتون ښځینه محصلینې او د ښوونځيو زده کوونکې دي، ځکه دوی بله لاره نه لري مجبوره دي چې حرفوي زده کړې وکړي او په دې وروستو کې زیاتره نجونو له مونږ سره د کار کولو غوښتنه کوي خو مونږ نور ځای نه لرو.»

طالبانو له درېیو کلونو ډیر وخت کیږي چې  له شپږم ټولګي پورته د نجونې پر ښوونځیو او پوهنتونونو ته په تللو بندیز لګولی دی، خو چارواکو په مکرر ډول ویلي چې د اسلام شریعت په چوکاټ کې به نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.