افغانستان کې ښځينه ژورنالېستانې له دندو پریښودو وروسته له اقتصادي او رواني ستونزو کړیږي
په افغانستان کې یو شمیر ښځينه ژورنالیستانې وایې، رسنیو سره له دندو پریښودو وروسته له ګڼو اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ شوې دي.
که څه هم د طالبانو له راتګ وړاندې دغه هیواد کې ګڼ شمیر غږیږو ،انځوریزو او چاپي او انلاین رسنیو فعالیت درلوده، خو اوس له دغه رسنیو یې زیاتې تړل شوي او خبریالان یې په ځانګړي توګه ښځینه کارمندانې یې بې دندې او په کور شوي دي.
عاقله نایل یوه هم له دغه ښځینه ژورنالیستانو څخه ده، چې له دندې پریښودو وروسته بې روزګاره او له افتصادي ستونزو سره مخ شوې ده.
هغه وایې ځينې ښځینه ژونالیستانې له دندو پریښودو وروسته د امنیتي ګواښونو له امله بهرنیو هیوادونو ته کډوالې شوي او پاتې یې له اقتصادي کړاوو سره سره له رواني اړخه هم ځوریږي.
نایل زیاتوي:«ما له دې وړاندې له یوې راډیو سره دنده درلوده د طالبانو حکومت په راتګ سره راته ادارې وویل، چې دنده پریږي زما په شان زیاتره ښځینه خبریالانې له اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ دي او د ښځو پر کار بندیز هیڅ مونږ ته د منلو نه دی.»
مرسل بینوا یوه بله بله ښځینه خبریاله ده چې کلونه یې په ختیځ زون کې له محلي رسنیو سره د خبر لیکنې، د خپرونکو چلوونکې او نورو بېلابېلو برخو کې کار کړی، خو د طالبانو له راتګ وروسته په کور شوې او نشي کولای دندې ته لاړه شي.
بینوا زیاته کړه:«له کله چې طالبان افغانستان کې واک ته رسیدلي پر ښځو یې بندیزونه زیات کړي او په خاص ډول هغه ښځې چې دندې یې درلودې، زما په شان زیاتره خبریالانې چې زده کړې یې کړې وې اوس بې روزګاره شوي او له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»
یوه بله افغان خبریاله هنګامه رسا وایې، په رسنۍ کې یې د دندې له لارې د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې برابرولې، خو اوس په ناوړه اقتصادي وضعیت کې شتون لري.
هغه وایې، د طالبانو د بندیزونو او له شته کړاونو د خلاصون په موخه یې څو ځلي د هیواد پرېښودو تکل کړی خو بریالۍ شوې نه ده.
هنګامه رسا زیاتوي:«پر رسنیو د طالبانو د فشار له کبله د رسینو مسوولان اړ شوي چې، زیاتره ښځينه خبریالانې له دندو ګوښه کړي، اوسمهال په زیاتره رسنیو کې ښځینه ژورنالیستانې په کور شوي او دوی هره یوه د کورنۍ لپاره نفقه ګټونکې وه.»
په همدې حال کې تازه د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د رسنیو پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې ده او دا حالت یې د رسنیو لپاره ناهیلې کوونکی بللی دی.
یاد مرکز ویلي چې د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې په دغه هیواد کې ۱۲ تلویزیوني شبکو او دغه راز سلګونه نورو غږیزو، چاپي او انلاین رسنیو خپل فعالیت درولی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د مالوماتو پر اساس د یادو رسنیو پر تړل کیدو سره سلګونه ژورنالېستان بې روزګاره شوي چې، نیمایي ښځینه دي.
په ټوله کې ښځينه ژورنالیستانې د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د دوی ژوند ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي تر څو دوی د رسنیز ډګر له لارې د میرمنو ستونزې بیان کړي.