افغان نجونې خپل راتلوونکي ته اندېښمنې دي
د طالبانو له لوري پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو تړل کیدو او دغه راز پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ بندیز دوی له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.
زرلښته د کابل د حبیبې لېسې په شپږم ټولګي کې وه، چې طالبانو یې پر زده کړو بندیز ولګاوه هغه وایې د نجونو پر مخ د ښوونځي د دروازو تړل کیدل د هېواد او ولس لپاره ښه زېری نه و.
نوموړې لاهم هیله منده چې یوه ورځ به یې ښوونځي پر مخ پرانیستل شي او افغان نجونې به د پخوا په څیر بیا ښوونځیو ته لاړې شي.
زرلښته زیاتوي:«په شپږم ټولګي کې وم خو طالبانو مو پر زده کړو بندیز وضعه کړ چې، له کبله یې زما په ګډون ټولې افغان نجونې ناهیلې شوې او خپل راتلوونکی روښانه نه ګورو ځکه که نجونې زده کړې ونه کړي، نو هیواد مو پرمختګ هم نشي کولای لاهم هیله لرم چې ښوونځي به پرانیستل شي.»
نوموړې په ټینګار وایې چې د نجونو له زده کړو پرته افغانستان پرمختګ نشي کولای او د طالبانو حکومت ته په کار ده، چې د دوی پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.
د ننګرهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو د پوهنځې زده کړیاله ښکلا سادات هم په هیواد کې له زده کړو د محرومو نجونو حالت اندېښمونکی بولي.
هغه وایې فراغت ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې وې، خو د طالبانو پرېکړې یې هیلې خاورو سره خاورې کړې.
د سادات په خبره د ژوند تر ټولو سخته ورځ یې هغه وه چې، د هغې په څېر لسګونه نورې نجونې هم د پوهنتون له دروزاې وشړل شوې.
سادات زیاتوي:« خپل راتلوونکې ته ډیره اندېښمنه یم چې نو به د نجونو د زده کړو په برخه کې دا بندیزونه څومره دوام کوي د طالبانو له مشرانو غوښتنه کوم چې نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.»
د ښکلا سادات په خبره له کله راهیسې چې پر نجونو د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې تړل شوي، له هغې راهیسې زیاتره نجونې په رواني ناروغیو اخته شوي دي.
د کونړ اوسیدونکې زرمینه چې په یو خصوصي پوهنتون کې د طب پوهنځي محصله وه وایې، افغانې نجونې هیله مندې وې چې ورځ نه بلې ته به حالت ښه او د نجونو پر وړاندې به د ښوونیزو مراکزو دروازې پرانیستل کېږي، خو په خبره یې د طالبانو له تازه پرېکرو ښکاري چې ورځ نه بلې ته تعلیمي حالت مخ په ځوړ دی.
زرمینه زیاتوي:«کله چې طالبان راغلل او ښوونځيو او پوهنتونونه یې وتړل مونږ تمه درلوده چې، څه وخت وروسته به حالت سم شي خو د نجونو له تعلیم سره د طالبانو له دښمنۍ مالومیږي چې بیا هیڅ وخت نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته لاړې نشي.»
بلخوا د نجونو کورنۍ هم دغه بندیزونو خواشینې کړي او د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې په خپله پرېکړه دې له سره غور وکړي.
اکبرشاه یوه له هغه کسانو دی چې د لور زده کړې یې په نیمایي کې د طالبانو د بندیزونو له کبله پاتې شوې.
هغه د نجونو پر زده کړو بندیز د افغان ولس او هېواد لپاره ناهیلې کوونکې او نا انډوله پرېکړه یادوي.
اکبرشاه وویل:«د طالبانو له حکومت غواړم چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، ځکه چې اسلامي شریعت هم نارینه او هم ښځینه ته د زده کړو حق ورکړی او دوی ته باید خپل حق ورکړل شي.»؟
په همدې حال کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم ویلي چې، د نجونو د زده کړو مسله تر آمر ثاني معطله ده.
هغه د یو خبري کنفرانس پر مهال ویلي په دې اړه یې د دیني علماوو لخوا څیړنې پيل شي او له تحقیق وروسته به څرګنده شي چې په اسلامي شریعت کې نجونې د زده کړو حق لري او که نه؟
پر نجونو د زده کړو بندیز پرېکړې په کور دننه او دباندې توند غبرګونونه راپارولي او ټولو په یوه خوله طالبان غوښتي چې، د نجونو پر مخ دې د پوهنتونو او ښوونځیو دروازې پرانېزي.