د ننګرهار محبس امر یو کم عمره نجلۍ په جبري ډول په نکاح کړې ده
ننګرهار کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت د محبس لپاره د طالبانو امر ملا مقتدا هغه کم عمره نجلۍ ځانته په جبري ډول نکاح کړې، چې له يو ځوان سره له پاکستان څخه ننګرهار ولايت ته تښتېدلې وه.
سرچینې زیاته کړې چې د تېښتې په قضيه کې نيول شوی هلک د طالبانو د محبس آمر ملا مقتدا په دې شرط له زندان څخه خوشې کړی، چې نجلۍ ته به نه راګرځي او دی به یې په نکاح کړي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې که څه هم نجلۍ اقرار کړی له کوم هلک سره چې تښتېدلې همدا يې خاوند دی او ورسره راضي ده، خو طالبانو له کور څخه د تېښتې په جرم بندي کړه او ملا مقتدا د زندان له ښځينه بلاک څخه اېستلې او ځانته يې په زوره نکاح کړې ده.
یوې بلې سرچینې هم یاده پېښه تائید کړې او ویلي یې دي چې، تازه د ننګرهار د محبس آمر ملا مقتدا د طالبانو د مشرانو د حکم پر اساس له دندې ګوښه او پر ځای یې د پکتیا د زندان د آمر په توګه ټاکل شوی دی.
سرچینې د نوموړي له دندې د ګوښه کېدو لامل له یوې کم عمره نجلۍ په زوره نکاح بولي او له همدې کبله له دندې ګوښه شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت اعلان کړی چې، په تېره یوه اوونۍ کې یې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰ جبري ودونو مخنیوی کړی دی.