له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ: سړه هوا کې تر خیمو لاندې ژوند کوو
د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري راستنېدو لړۍ په چټکۍ پیل شوې، چې هره ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارې سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنېږي او دغه راز اوس هلته پاتې کډوال له جبري راستنېدو سره مخ دي.
د دغو کورنیو له ډلې چې ځينې یې د ننګرهار په تورخم کې د کډوالو په کمپ استوګنې شوي وايي، د ژمي تېرولو ته اندېښمنې دي او وايي، خوراکي او سونتوکو او نورو مرستو ته سخته اړتيا لري.
د ننګرهار اوسېدونکی حکیم جان چې تازه له پاکستان څخه اېستل شوی وایي، چې هېواد ته له راستنېدو وروسته له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان، سرپناه نه لري او د مرستندویه بنسټونو له نظره لرې پاتې او ورته ډېرې کمې بشري مرستې رسېدلي دي.
نوموړی له خپلې شپږ کسېزې کورنۍ سره نږدې دوه میاشتې کېږي، چې په تورخم کې د کډوالو لپاره په ځانګړي کمپ کې له خیمې لاندې د ژوند سختې شپې او ورځې سبا کوي.
هغه وایي: «هوا د شپې لخوا ډېره یخه وي او زما په ګډون د ډېرو کورنیو ماشومان د سینه بغل په ناروغۍ اخته شوي، خپل کور نه لرم او د کرایي کور د نیولو توان هم نه لرم.»
دی وايي، پاکستان کې د بېاسناده افغان کډوالو ترڅنګ هغه افغانان هم زورول کېږي چې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.«هغه کسان چې پاسپورټ لري، تګراتګ نهشي کولی او هغه ځای چې پاسپورټ تمدیدوي بند دی. پولیس یې، نیسي، یا یې، شړي یا یې، پیسې اخلي. که پیسې نهوی وهي او ټکوي یې.»
سید نبي چې تازه له پاکستانه په جبري ډول اېستل شوی وایي، په پاکستان کې زیاتره کډوالو څاروي او د کور نور وسایل په نیمه بیه پلورلي او هېواد ته راستانه شوي.
هغه د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د وهلو ډبولو کیسه کوي. ده وویل، د پاکستان پولیسو او عامو خلکو ټولو افغانانو سره بد چلند کاوه او موږ ترهګر بولي.
د هغه په خبره زیاتره کډوال افغانستان کې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله نهشي، کولای بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
هغه وایي: «پاکستاني پولیسو به چې هر ځای کې افغانان ونیول نو له دوی به یې پېسې اخیتسې، وهل ډبول یې او زنداني کېدل هم، ژوند ورځ تربلې مخ په سختېدو و او څه شتمني چې مو درلوده هغه راڅخه پاتې شوه او تش لاس هېواد ته راستانه شوي یو دلته هم ستونزې زیاتې دي.»
نوموړی چې اوسمهال په خېمه کې اوسېږي له مرستندویه بنسټونوغواړي چې د مرستو رسولو بهیر ګړندی او ورته پاملرنه زیاته کړي، ځکه د مرستندویه بنسټونو له نظره لرې پاتې او ورته ډېرې کمې بشري مرستې رسېدلي. هغه شکایت کوي چې ایران کې هم د اوسېدو لپاره سرپناه نه لري او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
هغه وایي: «یو ځل راسره په تورخم کې مرسته شوې او بیا راسره بدبختانه هیڅ ډول بشري او نغدي مرسته نه ده شوې، څوک مو ستونزو ته رسېده ګي نه کوي؛ که موږ ته د سرپناه لپاره ځای رانه کړل شي او مرسته راسره ونشي نو ژوند به مو لاپسې زیاتې شي.»
ننګرهار ته دغه راستنې شوې کورنۍ وايي، په اوس وخت کې په داسې کرايي کورونو کې استوګن شوي چې د ژوند تېرولو لپاره مناسب نهدي. دوی غوښتنه کوي چې موسسې دې د دايمي سرپناه برابرولو برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د مالوماتو له مخې اوسمهال له پاکستان او ایرانه هره ورځ په سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنېږي، خو زیاتره یې د اوسېدو لپاره سرپناه نه لري او کورنۍ دامهال په ډېرو ستونزو سره خپلې ورځې او شپې تر خیمو لاندې تېروي.