د اسټرالیا او ملګرو ملتونو استازي د افغان ښځو په هکله وضعیت غږېدلي

د اسټرالیا او ملګرو ملتونو استازي د افغان ښځو په هکله وضعیت غږېدلي
Photo: 8am

د اسټرالیا او ملګرو ملتونو استازي د افغان ښځو په هکله وضعیت غږېدلي

د افغانستان لپاره د اسټرالیا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د دغه هېواد سفیرې سټېفاني کوپوس کمپبل د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له استازې سره په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

اعلامېې زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د اسټرالیا سفارت د افغان نجونو او ښځو پر مخ د روغتیايي انسټیټوټونو تړل کېدل خواشینونکي بللی او زیاته کړې یې ده چې، طالبانو د ښځو لپاره د زده‌کړو او کار په برخه کې وروستی فرصت هم له منځه وړی دی.

له دې وړاندې هم یو شمیر نړیوالو سازمانونو له طالبانو په ټینګار سره غوښتنه کړې وه، چې د نجونو پر مخ ښوونځي، پوهنتونونه او انستیتونه پرانیزي خو طالبانو تراوسه غلي دي.