طالبانو په غور کې پر ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی

طالبانو په غور کې پر ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی
Image: RM Media

په غور کې ځایي سرچینې وایې چې، طالبانو په دغه ولایت کې د یوټیوب، اېکس، فیسبوک او انسټاګرام په ګډون په ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو د انځورونو په خپرولو بنديز ولګاوه.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یو خبرداري په خپرولو سره ویلي چې، هیڅوک حق نه لري چې پر ټولنیزو رسنیو د ماشومانو انځورونه او یا ویدیوګانې خپرې کړي.

په خبرتیا کې یو شمېر رسنۍ «مغرضې» بللې او زیاته کړې یې ده، چې دغه رسنۍ د ماشومانو په اړه داسې راپورونه خپروي، چې د ماشوم شخصیت او کورنۍ ته زیان رسوي او د ماشوم ژوند له ګواښ او خطر سره مخ کوي.

دغه راز غور کې د ټولنیزو رسنیو ته خبرداری ورکړل شوې چې، په ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو د څېرو عکسونو له خپرولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو څو میاشتو کې د هیواد په شپږو ولایتونو کې ټلویزیونې رسنۍ د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.