د افغان نجونو د زده کړو بندیز پر وړاندې د طالبانو د مشر نوی پرېکړه
د طالبانو په منځ کې باوري سرچینو خبر ورکړی چې، د دوی د مشر ملا هبتالله اخوندزاده غواړي چې په را روان نوي تعلیمي کال کې له ۱۳ کالو پورته نجونې چې د «نکاح په شرایطو» برابرې دي ښوونځيو ته له تګ منع کړي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې هبت الله دا پرېکړه د هیواد د ټولو ولایتونو د علماوو شورا له رییسانو سره تر غونډې وروسته کړې ده.
د طالبانو د مشر د دغې پرېکړې پر اساس به هغه نجونې چې عمرونه یې له ۱۳ کالو پورته وي او له شپږم ټولګي ښکته ټولګیو کې زدهکړې کوي هم له زدهکړو منع شي.
هبت الله د هیواد په ټولو ولایتونو کې د خپلې تازه پرېکړې پر عملي کیدو ټینګار کړی دی.
تراوسه طالب چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ پرمهال له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو، پوهنتونونو او تازه یې د طب په برخه کې له نیمه عالي زده کړو هم منع کړي دي.
د طالبانو دې پرېکړو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.