د نجونو پر زده کړو ټینګار

د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې په اسلامي ټولنو کې د نجونو تعليم، فرصتونه او ننګونې تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس پرېکړه کې ليک د نجونو زده کړې اړينې بلل شوي او پر فرضيت يې ټينګار شوی دی.
پرېکړه ليک کې همدارنګه ټولو ګډونوالو (د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي، علماوو او د ښځو حقونو فعالانو) ويلي، نجونې او ښځې دې د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د زده کړو له لارې توانمندې شي.
په پرېکړه ليک کې زياته شوې، له سختو شرایطو پرته، په عادي او نامحدود ډول د نجونو د زده کړو د حق تضمین د اسلامي ټولنو وجیبه ده او د «اسلامي امت» دیني عالمانو د دغه حق مشروعیت تائید کړی دی، چې نه باید محدود کړای شي.