سږکال طالبان د طب فارغ التحصيل نجونو ته د ايګزيټ ازموينې اجازه نه ورکوي

سږکال طالبان د طب فارغ التحصيل نجونو ته د ايګزيټ ازموينې اجازه نه ورکوي
Image: RM Media

د طالبان تر کنټرول لاندې د ازموینې ملي ادارې ویلي چې، ټاکل شوې د روان لمریز کال د جدي پر ۷مه به د نجونو له ګډون پرته د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځیو له تازه فارغو شویو څخه ایګزیټ ازموینه اخلي.

د یادې ادارې لپاره طالب ویاند عرفان الله عباد ویلي چې، د ایکزیټ دا ازموینه د لوړو زده‌کړو وزارت د غوښتنې پر اساس د طب په برخه کې د فارغو شويو نجونو له ګډون څخه پرته اخيستل کېږي

نوموړي هیله څرګنده کړې که لوړ پوړي طالب چارواکي یې ورسره ومني، نو په نږدې راتلونکې به د ستوماتولوژۍ پوهنځي له فارغو شویو نجونو څخه هم ایګزیټ ازموینه واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو اوونۍ کیږي، افغان نجونې په روغتیايي انسټيټوټونو کې له زده‌کړو منع کړي دي.

د ايګزيټ ازموينه د طب له فارغو په کال کې دوه وارې اخيستل کېږي چې برياليو کسانو ته پکې د کار جواز او په دولتي روغتونونو کې د شموليت اجازه ورکول کېږي.

طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کالو کې ښځینه ډاکټرانې په ایګزیت ازموینې کې له ګډون او د اکمال تخصص له پروګرامونو منع کړې دي.