د افغان میرمنو پر وضعیت د نړۍ د چوپتیا د پای ته رسولو غوښتنه

افغان میرمنې د طالبانو له لوري پر دوی د محدودیتونو په اړه د نړۍ د چوپتیا پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د هیواد د ۱۲ ولایتونو نږدې سلو ښځو او نجونو دغه غوښتنه له مشهورې سندرغاړې او د «دفاع» بنسټ له بنسټګرې اریانا سعید سره په یوه انلاین غونډه کې کړې ده.
افغان ښځو او نجونو د دغې ناستې پرمهال افغانستان ته د نړۍ د بشري مرستو د لېږلو پرځاى د آنلاین پوهنتونونو د جوړولو، د ښځو د پیاوړتیا لپاره د نړۍ د مالي مرستو د لګولو او د نړۍ د چوپتيا د پای ته رسولو غوښتنه کړې.
په دغه ناسته کې د طالبانو له لوري پر نجونو د زده کړو په برخه کې د زياتېدونکو محدوديتونو په اړه خبرې شوي او له طالبانو یې غوښتي چې دوی ته دې د زده کړو او کار اجازه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه زیات شوي او دا لړۍ ورځ تربلې مخ په سختیدو ده.