د بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو له لوري پر نجونو د طبي زده کړو بندیز غندلی

د بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو له لوري پر نجونو د طبي زده کړو بندیز غندلی

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري پر افغان نجونو په طبي برخه کې پر زده کړو بندیز غندلی دی او دا بندیزونه یې په دغه هېواد کې پر ښځو او نجونو سیستماتیک برید بللی دی.

یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، دغه بندیزونه نه یوازې په افغانستان کې ښځې د زده‌کړو له وروستي امکان څخه بې برخې کوي، بلکې هغه به د ښځو د روغتیا لپاره ناوړه پایلي ولري.

دغه سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې د زده کړو په برخه کې پر دوی شته بندیزونه پای ته ورسوي او نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.

له دې وړاندې هم یو شمیر نړیوالو سازمانونو د طالبانو له لوري پر افغان نجونو د زده کړو بندیزونه غنددلي وو او دا یې په لوی لاس د نجونو او ښځو له حقونو سرغړونه بللې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو مشر په ټول هیواد کې د طبي زده‌کړو په انسټېټیوټونو کې ښځینه زده‌کونکې له زده‌کړو منع کړي دي.