کونړ کې د پاکستاني طالبانو د یو مهم قومندان په ګډون څلور کسان ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې د پاکستاني طالبانو د یو مهم قومندان په ګډون څلور کسان ته مرګ ژوبله اوښتې
Image: RM Media - Kunar

کونړ کې محلي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت مرکز اسعداباد اړوند«چغه سرای» بازار په مربوطاتو کې وسله والو کسانو د ټي‌ټي‌پي د یو جګپوړی قوماندان په ګډون دوه غړي وژلي او دوه نور ټپيان کړي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه(سه شنبه،۱۳د لېندۍ)د اسعداباد چغه سرای سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د افغان طالبانو یوه پخواني غړي د ټي‌ټي‌پي غړو ته په خپل کور کې میلمستیا کړې برابره کړې وه، چې کوربه طالب پر پاکستاني طالبانو ډزې کړي او د ټي ټي پي د لوړپوړی قوماندان شاهد عمر باجوړی په ګډون یې دوه کسان وژلي او دوه نور یې ټيپان کړي دي.

د سرچینې په خبره یاد کس له سیمې تښتیدلی خو دوی یې د نیولو هڅې ګړندۍ کړي دي.

تراوسه د دې برید مسولیت چا نه دی منلی.

په دې وروستیو کې کونړ کې پر پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي او یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د یاد غورځنګ څلور غړي د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.

له دې یو کال وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم د یو وسله وال برید پرمهال د پاکستاني طالبانو شپږ غړي د یوې میلمستیا پرمهال وژل شوي وو.