طالبانو په خوست د پوهنتون یو استاد زنداني کړی دی
په خوست ولایت کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې، په دغه ولایت کې د حسامالدین رحیمزی په نامه د شېخ زاید پوهنتون استاد په خوست کې د طالبانو د والي د ساتونکو له لوري له وهل ډبول کیدو وروسته زنداني شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې نوموړی استاد نن(سه شنبه،۱۳د لېندۍ)د خوست په شېخ زاید پوهنتون کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي ساتونکو له لوري له وهلو ډبلولو وروسته یې وروسته بې هوښه شوی او اوس د والي په شخصي زندان کې تر شکنجو لاندې دی.
د سرچینې په خبره د پوهنتون یاد استاد داسې مهال طالبانو وهلی چې، د خوست والي خپل څو کسان د شېخ زايد پوهنتون د استادانو د ارزونې لپاره لېږلي وو، چې د حسامالدين رحيمزي له مخالفت سره مخ شول.
سرچینه زیاتوي د والي ساتونکو پر نورو استادانو هم ګوزارونه کړي او رټلي یې دي.
په سیمه کې یوې بلې باوري سرچینې هم یاده پېښه تائید کړې او ویلي یې دي، د طالبانو والي په پلان کې لري چې، د شېخ زاید پوهنتون د فقهې پوهنځي او نورو پوهنځیو یو شمیر پخواني کدري استادان په یوه او بله بهانه له دندو ګوښه او پر ځای یې په ټيټه کچه له دیني مدرسو فارغ شوي کسان وګماري.
د سرچینې په وینا والي په همدې موخه د استادانو د ارزونې لپاره یوه کمېټه هم جوړه کړې چې، تر ډیره یې له استادانو پوښتنې د دیني مسایلو اړوند وي.
تراوسه په خوست کې د طالبانو والي په دې اړه څه نه دي ویلي.