طالبانو په کابل کې یو دیني عالم له نیول کېدو وروسته محاکمه کړی

طالبانو په کابل کې یو دیني عالم له نیول کېدو وروسته محاکمه کړی
Photo: Social Media

یو شمېر سرچینې وایې چې د طالبانو استخباراتو په کابل کې د دې ډلې یو ملاتړی دیني عالم شیخ عبدالسمیع غزنوي نیولی دی. 

د سرچینو په خبره چې مولوي عبدالسمیع غزنوي د پاکستان پر ضد فتواوو، نجونو زده کړو او ځینو نورو څرګندونو له امله نژدې یوه اونۍ مخکې په کابل کې له خپلې دینې مدرسې نیول شوی او د طالبانو ډلې د یوې نظامي محکمې له لوري په ۴۵ ورځو بند محکوم شوی دی.

ویل کیږيهغه په کابل کې د دیني مدرسې دننه د طالبانو د استخباراتو د یوې ځانګړې ډلې له لوري د ملا هبت الله په امر نیول شوی دی. د مالوماتو له مخې طالبان د دغه دیني عالم چې د دې ډلې د ځینو غړیو استاد هم پاتې شوی د نیولو یا محکمه کولو په تړاو څه نه دي ویلي.

خو د دغه دیني عالم او د طالبانو د استاد نیول په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼ شمېر طالبانو له منفي غبرګون سره هم مخ شوي دي. د یادولو وړ ده چې طالبانو له دې وړاندې هم په کابل او ځېنو نورو ولایتونو کې یو شمېر دیني عالمان په یوه او بله پلمه نیولي او زنداني کړي دي.