افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه معلولین له جدي ستونزو سره مخ دي

افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه معلولین له جدي ستونزو سره مخ دي
Photo: UNAMA Pashto

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ(یوناما)د ډسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځې په مناسبت د یوې راپور په خپرولو سره ویلي چې، په افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه کسان له جدي معلولیت سره ژوند کوي.

په راپور کې د جګړې څخه پاتې توکي د معلولیت رامنځټه کولو لوی لامل ګڼل شوی چې ماشومان ورڅخه تر ټولو زیات اغیزمن شوي دي.

راپور زیاته کړې چې په افغانستان کې معلولیت‌لرونکي کسان د روغتیايي خدمتونو لپاره له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي، خو دوی به په دې برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړى چې په نړۍ کې له هرو زرو ماشومانو څخه له دوو څخه تر درېیو پورې ماشومان له دماغي فلج سره مخ دي.

خو دا شمېره د نړۍ د نورو برخو په پرتله په افغانستان کې لوړه ده. د دغې کمېټې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په تېره بیا په کلیوالو سیمو کې په دې ناروغۍ اخته ماشومان د تشخیصي سرچینو او مناسبو روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله په سمه توګه نه پېژندل کېږي.

د یادونې ده چې هر کال د ډېسمبر ۳مه د معلولیت‌لرونکو د نړيوالې ورځې په توګه یاد او د دوی پر ملاتړ ټينګار کېږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته معلولیت‌لرونکي خلک، په ځانګړي ډول پخواني زیانمن شوي سرتېري، له یو ناوړه وضعیت سره لاس او ګرېوان دي.