د طالبانو پرېکړې افغان نجونې ناهلې کړي
افغان نجونې د طالبانو له لوري پر دوی د ښوونځيو او پوهنتونونو له تړل کیدو وروسته د نیمه عالي زده کړو په مرکزونو له زده کړو منع کیدو اندېښنې کړې دي.
د کابل اوسیدونکې روبینه چې د یو خصوصي انستیتوت په قابلګه څانګه کې پر زده کړو بوخته وه وایې، پر دوی د زده کړو بندیز د ښځو او نجونو د حقونو د ویجاړۍ بدمرغه پړاو دی.
نوموړې په طبي برخه کې پر دوی د زده کړو د مخنیوي پرېکړه ناعادلانه او د میلیونونو نجونو د تمې او هیلو خلاف وبلله.
روبیه زیاتوي:«د طالبانو پریکړې ډیر ناهیلې کړي یو او خپل راتلوونکې ته زیاتې اندېښمنې یو، غوښتنه کوو چې نور دې پر ښځو بندیزونه پای ته ورسوي او نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.»
د مینا په نامه یوبله ښځینه محصله هم د طالبانو یادې پریکړې اندېښمنه کړې او وایې ښوونیزو مرکزونو ته د نجونو د نه پرېښودلو پرېکړې د نجونو په رواني حالت او روغتیا ناوړه اغېزه کړې.
ګڼ شمېر نجونې د سختې ناهیلۍ له کبله وايي، د دوی د تعلیم په اړه امر ثاني په دایمي بدل شوی.
مینا زیاته زیاته کړه:«مونږ تمه درلوده چې نجونو ته به د زده کړو او کار به پرخه کې اجازه ورکړل شي او دوی ته به د ژوند په ټولو برخو کې اسانتیاوې برابرې شي، خو داسې ونه شول او د طالبانو تازه پریکړې زمونږ هیلې له خاورو سره خاورې کړې.»
دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو مشر په ټول هیواد کې طبي انسټټیټونو مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې د قابله ګۍ، غاښونو، نرسنګ، لابراتوار او نورو څانګو کې نجونې له زده کړو منع کړي.
واک ته د طالبانو په رسیدو سره د افغان نجونو پر ښوونځيو او پوهنتونو له بندیز وضع کولو وروسته د نجونو د زده کړو په برخه کې دا درېیم ستر بندیز دی چې هغوی د ښځينه برخې له طبي علومو هم منع کوي.