طالبانو په کابل او هرات کې دوه ځوان په ډزو وژلي
سرچینې خبر ورکوي چې طالبانو په کابل او هرات ولایتونو کې دوه ځوانان په ډزو وژلي دي.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې، د طالبانو استخباراتو تېره ورځ(سه شنبه،۱۳د لېندۍ)د کابل ښار په «کارته نو»سیمه کې عبدالروف ځاځی په ډزو وژلی دی.
سرچینه زیاتوي چې یاد ځوان د طالبانو د پلټنې یا چيک پواينټ کې د نه دریدو له کبله په ډزو وژلی.
د سرچېنې د مالوماتو له مخې عدالرووف ځاځي په اصل د پکتیا ولایت اوسیدونکی و، چې اوسمهال یې په کابل ښار کې ټکسي موټر چلوه.
د یو بل خبر له مخې طالبانو د هرات ښار په دولسمه ناحیه کې هم یو ځوان په ډزو وژلی دی.
په سیمه کې یوې سرچینې ویلي چې، یاد ځوان هم د طالب نظامیانو له لوري د ښار په منځ کې وژلی دی.
تراوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم طالبانو د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمیر ځوانان په یوه او بله بهانه وژلي دي.