طالبانو په سرپل کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر په خپرولو بندیز ولګاوه

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایې چې طالبانو په سرپل ولایت کې د ژوندیو موجوداتو پر انځور خپرېدو بندیز لګولی دی.
یاد مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې چې دغه پرېکړه د امربالمعروف ریاست چارواکو له لوري نیول شوې او د دغه ولایت د ملي ټلویزیون خپرونې پر راډیويي بڼې اړولې دي.
اعلامیه کې راغلي په سرپل ولایت کې نورو ځايي رسنیو ته هم لارښونه شوې چې ان په ټولنېزو شبکو هم د ساه کښو موجوداتو انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو دا پرېکړې غندلې او د بیان له ازادۍ څرګند تېری بللی او اندېښنه یې ښودلې چې دا ډول بندېزونه به رسنۍ د تړل کېدو ګواښ سره مخ کړي.
سرپل ولایت کې د ژوندي موجوداتو د انځور پر خپرېدو داسې مهال بندیز لګول کېږي، چې له دې وړاندې د هېواد په ۲۰ نورو ولایتونو کې هم د ژوندیو پر تصویر خپرېدو بندیز لګېدلی دی.
په دې وروستیو کې طالبانو د رسنیو لپاره خپلسري قوانین سخت کړي او څه موده واړاندې یې د یو طرزالعمل له مخې رسنیو ته خبرداری ورکړی و، چې د هرې سیاسي خپرونې له خپرولو وړاندې دې میلمانه او شننوونکي د تاییدۍ کارټ ولري او د خپرونو منځپانګه دې هم د طالبانو له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شریکه شي.