د الینګار یوازینۍ ښځینه ډاکتره؛ د مېندو د ژوند او مرګ ترمنځ نری کرښه
د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې، چې خرابو لارو او بېوزلۍ روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی سخت کړی، یوازې یوه ښځینه ډاکتره ده چې هره شپه د امېندوارو مېندو د ژوند لپاره مبارزه کوي. شکیلا مومند، د نسایي ـ ولادي برخې ډاکتره، د دې ولسوالۍ د ډېرو ښځو لپاره د زېږون پر مهال د ژوندي پاتې کېدو وروستۍ هیله ده.
شکیلا مومند، ۳۰ کلنه او د لغمان د مرکز مهترلام اوسېدونکې، خپلې لوړې زده کړې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي کې د لیسانس تر کچې بشپړې کړې دي. هغې تر فراغت وروسته د لغمان او ننګرهار په روغتونونو کې د نسایي ـ ولادي په څانګو کې کار کړی او نږدې اووه کاله کېږي چې د الینګار ولسوالۍ کې یو کوچنی خصوصي روغتیایي مرکز لري؛ هغه مرکز چې امکانات یې محدود دي، خو د ژغورنې کیسې پکې ډېرې دي.
د هغې په وینا، په دې موده کې یې په خپلو لاسونو سلګونه بریالي زېږونونه ترسره کړي دي: «کله چې د یوې مور درد کم شي او یو سالم ماشوم نړۍ ته راشي، زما ټولې ستړیاوې له منځه ځي. ان هغه شپې چې بېخوابه پاتې شم، د یوې ناروغې ښه کېدل راته بسنه کوي.»
د ډاکترۍ مسلک د هغې لپاره له یوې شخصي ضایع سره تړاو لري. مومند وایي، مور یې کلونه وړاندې د ښځینه ډاکترې د نشتون له امله د زېږون پر مهال مړه شوه: «له هماغه ورځې مې پرېکړه وکړه چې ډاکتره شم او خپلو ښځو ته خدمت وکړم. نن، له ټولو ستونزو سره سره، احساس کوم چې پر خپل عهد ولاړه یم.»
سره له دې چې نوموړې ته د شخصي ادارو او نورو بنسټونو لهخوا د کار ګڼ وړاندیزونه شوي، خو هغې الینګار نه دی پرې ایښی؛ هغه ولسوالي چې د هغې په خبره، په ټوله سیمه کې یوازې همدا یوه ښځینه MD ډاکتره ده. هغه وایي: «دلته ناروغان ډېر دي او بدیل نشته. پیسې کمې وي مهمه نه ده؛ مهمه دا ده چې ښځه د زېږون پر مهال ونه مري او ماشوم سالم نړۍ ته راشي.»
شکیلا مومند د درملنې تر څنګ، په روغتیایي انسټیټیوټونو کې د تدریس تجربه هم لري. هغه وایي، که نجونو ته بیا اجازه ورکړل شي چې په پوهنتونونو او د طب په نیمهعالي زده کړو کې شاملې شي، چمتو ده یو کال له معاش پرته د استادې په توګه کار وکړي. هغه وایي: «اندېښنه مې دا ده چې که نجونې همداسې له زده کړو بېبرخې پاتې شي، زیان به یې مستقیم د روغتیا سکتور ته ورسېږي.»
نوموړې د الینګار او د لغمان د نورو ولسوالیو روغتیایي وضعیت «بحراني» بولي. د هغې په وینا، په لرو پرتو سیمو کې امیندوارې ښځې له شدیدې کمخونۍ سره مخ دي؛ نه منظم روغتیایي مرکزونه لري او نه هم د روغتونونو ته د تګ مالي وس. «ډېری ښځې د زېږون پر مهال روغتیایي مرکز ته نه راوړل کېږي او همدا لامل دی چې د مور او ماشوم مړینه لوړه شوې ده.»
د دې ډاکترې په باور، د پوهاوي کمښت هم د ستونزو یو اساسي لامل دی. هغه وایي، ډېرې کورنۍ د امیندوارۍ د پاملرنې، د زېږونونو ترمنځ د وقفې او د زېږون وروسته د روغتیا په اړه کافي معلومات نه لري؛ حال دا چې د ساده سپارښتنو په عملي کېدو سره د ډېرو ستونزو مخه نیول کېدای شي.
حمېرا، د الینګار ولسوالۍ یوه امېندواره مېرمن، د ښځینه ډاکترانو کمښت جدي ستونزه بولي او وایي شکیلا مومند د زېږون پر مهال د ګڼو ښځو ژوند ژغورلی دی: «زموږ لپاره ډاکتره صاحبه مومند یوه هیله ده. شپه او ورځ د ښځو خدمت کوي او د دې سیمې ډېر ماشومان د همدې ډاکترې په لاس نړۍ ته راغلي دي.»
د لغمان اوسېدونکي وایي، د لارو سختوالی او د روغتیایي مرکزونو کمښت، په ځانګړي ډول د ولسوالیو ښځې له جدي روغتیایي ستونزو سره مخ کړې دي. د هغوی په وینا، که څه هم د ولایت په مرکز کې ښځینه ډاکترانې شته، خو په ولسوالیو کې دا کمښت ډېر جدی دی او په وروستیو کلونو کې لسګونه امیندوارې ښځې د ښځینه ډاکترانو د نشتون له امله مړې شوې دي.
مرضیه، د لغمان ولایت بله اوسېدونکې، وایي د ښځینه ډاکترانو کمښت د امېندوارو مېندو د مړینې په زیاتېدو کې مستقیم رول لري؛ هغه واقعیت چې د طالبان د واکمنۍ پر مهال د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو له امله یې راتلونکی لا ډېر اندېښمن ښکاري.
په الینګار ولسوالۍ کې شکیلا مومند یوازې یوه ډاکتره نه ده؛ هغه د یوه نشت سیستم ځای ډکوي. هغه سیستم چې که پیاوړی نه شي، د مېندو د ژوند او مرګ ترمنځ نری کرښه به هره ورځ نرۍ کېږي.