طالبانو په پروان کې یو کس د «قذف» په تور ۸۰ درې وهلې

طالبانو په پروان کې یو کس د «قذف» په تور ۸۰ درې وهلې
Photo: Supreme Court Social Media Page

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې یې یو کس د قذف(په بل کس د زنا د تور پورې کولو) له کبله ۸۰ درې وهلی دی.

د سترې محکمې څخه نن(چهارشنبه،۷د لېندۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد کس عبدالرزاق نومیده چې پر یو بل کس یې د زنا تورن کړی و، خو پر یاد کس دا تور ثابت نشو چې له کبله یې هغه ته عام محضر کې سزا ورکړل شوه.

خبرپاڼې زیاته کړې چې یاد کس ته یې د طالبانو د مشر له تصویب وروسته عام محضر کې د«قذف حد»  د تطبیق پر بنسټ سزا ورکړل شوې څو د نورو خلکو لپاره عبرت شي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې یاد کس ته د سزا ورکولو مراسم د چاریکارو په ورزشي لوبغالي کې نیول شوي وو، چې په کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

د مالوماتو له مخې طالبانو یوازې په تېره میاشت کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د ۱۵ ښځو په ګډون له سلو زیاتو کسانو ته عام محضر کې سزا ورکړې ده.

که څه هم د طالبانو دغه کړنې د بشري حقونو د سازمانونو او نړیوالې ټولنې پراخ غبرګونونه راپارولي خو له دې هر څه سره سره بیا هم طالبانو عام محضر کې د خلکو د مجازات کولو لړۍ دوامداره ساتلې ده.