افغان ښځې وایې چې نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره تعامل نه کوي
«د ازادۍ پر لور د ښځو خوځښت»له نړیوالې ټولنې په ټینګار سره غوښتي چې له طالبانو سره دې هیڅ ډول تعامل نه کوي.
یاد خوځښت(سه شنبه،د لېندۍ۶مه)د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت په پام کې لري چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه خپل اعتراضي کمپاین ته دوامداره وساتي.
د ښځو دغه خوښت په یوه پرېکړه لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې، له طالبانو سره دې هر ډول سیاسي اړېکې بندې کړي او هم دې د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي.
یاد خوځښت دغه راز له نړیوالې ټولنې څخه د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي دي نړیواله ټولنه دې پر طالبانو فشار راوړي څو پر ښځو شته بندیزونه پای ته ورسوي.
بلخوا یوناما هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو په رسیدو سره پر افغان ښځو د زده کړو او کار بندیز لګیدلی او دغه رار پر دوی محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي.