د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت:یوه اوونۍ کې یې د ۱۰ اجباري ودونو مخنیوی یې کړی
د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت خبر ورکړی چې په تېره یوه اوونۍ کې یې په فاریاب، سمنګان، غزني، کندهار او کاپيسا ولایتونو کې یې د لسو اجباري ودونو مخنیوی کړی دی.
د یاد وزارت څخه(شنبه،د لېندۍ۳مه)په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې، دغه راز یې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال ۲۹ کسان په کابل، نیمروز، کندهار او سرپل ولایتونو کې د اخلاقي فساد او قماربازۍ په تور نیولي.
له وړاندې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویلي و، چې په تېرو درېیو کلونو کې له پنځو زرو اجباري ودونو مخنیوی شوی او په دې سره هېواد کې څلویښت سلنه د انجونو د اجباري ودونو کچه راښکته شوې ده.
یاد وزارت خبرداری ورکوي که څوک نجونې په اجباري ډول واده کړي، نو عاملینو سره به يې قانوني چلن وشي.
په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمان وايي، اجباري ودونه د اسلام له نظره جواز نه لري او له دغه ناوړه فرهنګه باید مخنیوی وشي.