طالبانو په بدخشان کې د «اغاخان بنسټ» پورې اړوند ښوونیز مرکزونه او وړکتونونه تړلي

طالبانو په بدخشان کې د «اغاخان بنسټ» پورې اړوند ښوونیز مرکزونه او وړکتونونه تړلي
Photo: Agha Khan Foundation

په بدخشان کې ځایي سرچینو ویلي چې د دغه ولایت په مختلفو برخو کې طالبانو د اغا خان بنسټ اړوند ټول ښوونیز مرکزونه او دغه راز وړکتونونه بند کړي دي.

سرچینې زیاته کړې په بدخشان کې د طالبانو د امر باالمعروف ادارې له لوري هغه ښوونیز مرکزونه او وړکتونونه چې تر ډېره په اسماعیله مذهبه ولسوالیو کې یې فعالیت کاوه، له دوو اوونیو راهیسې تړل شوي ځکه په دغه مرکزونو کې له شپږم ټولګي ښکته نجونو ته د انګلیسي ژبې او نورو برخو کې تدریس کېده.

د سرچینو په وینا، په فیض‌اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې له دغو ښوونیز مرکزونو او وړکتونونو د اغاخان بنسټ ملاتړ کاوه.

 طالبانو تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

 بلخوا ویل کیږي په دایکندي او د هیواد په نورو ولایتونو کې هم د طالبانو له لوري د نجونو پرمخ ښوونیز مرکزونه تړل شوي دي.