د نجونو پر زده کړو بندیز؛ کونړ کې یوې نجلۍ کوچنی کاروبار پیل کړی

د هیواد په ختیځ کونړ ولایت کې د مریم ساپۍ په نوم یوې نجلۍ په کور دننه د یو کوچني کاروبار په پیلولو سره د زدهکړو او کار محدودیتونه د ځان لپاره پر یوه فرصت بدل کړي.
هغې نه یوازې له اقتصادي پلوه ځانبسیاینې ته نږدې کړی، بلکې یو شمېر نورو نجونو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
مریم ساپۍ له لېسې فارغه شوې او هیلهمنه وه څو د کونړ پوهنتون د اقتصاد پوهنځی ولولې، خو د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو له تړل کېدو سره یې که څه هم د زدهکړو د دوام هیلې پوره نه شوې خو په کلک هوډ یې د ځان د پرمختګ لپاره نوې لار غوره کړه.
نوموړې وایې په هېواد کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې وځنډول شوې او وروسته په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د لوړو زدهکړو ځنډولو امر هم وشو.
د هغې په وینا، د لوړو زدهکړو ځنډېدو په لومړیو ورځو کې له رواني او روحي اړخه ډېره زیانمنه شوې وه؛ احساس یې کاوه چې د ژوند ټولې هېلې یې بایللې دي.
مریم ساپی وایې چې دوه کاله مخکې یې د خپلې کورنۍ او په ځانګړي ډول د مشر ورور په ملاتړ په کور دننه کاروبار پیل کړ، هغه خپل تولیدات لکه غونزاخي، خجور، روټونه او کیکونه په کور کې پخوي او بیا یې په بازار کې پر قراردادي هټیوالو پلوري.
د هغې په وینا په لومړیو کې ورته سخته وه، چې له زده کړیز چاپیریال یو ستونزمن کار ته مخه کوي خو په خبره یې دا هر څه یې د مجبوریت له مخي کړي دي.
ساپۍ زیاته کړه: «پر زده کړو له بندیز وروسته مې د مشر ورور په مشره تصمیم ونیوه چې باید د ځان بوخت ساتلو لپاره په کور دننه کاروبار پیل کړم، راته ډیر سخته وه چې یوه لوستې نجلۍ دې په کور کې خوراکي توکي پخوي بیا دې پلوري خو دا هر څه مې د خپل کورنۍ او روحي فشار د کمولو لپاره کړي.»
نوموړې څرګنده کړه چې په پیل کې یې پانګه شاوخوا ۳۰ زره افغانیو پورې وه او د خپل کار لومړني مواد یې له دې امله چې کونړ کې ورته لاسرسی نه کېده، له ننګرهار او کابل څخه راوړي وو.
هغه وایې د ځای کموالی، کمه پانګونه، د بازار نشتوالی، اقتصادي رکود، د مالي سرچینو نشتوالی د حکومت او مرستندویه ادارو نه ملاتړ هغه لاملونه یادوي، چې د هغې په ګډون د زیاتره ښځو کاروبار یې له ډیرو ننګونو سره مخ کړی دی.
ساپۍ وویل، که نړیوال بنسټونه او موسسې له متشبثو او سوداګرو ښځو ملاتړ وکړي، د ښځو فعالیت به وغوړیږي او وبه کولای شي پر خپلو پښو ودریږي.
ساپی زیاته کړه: «هغه خوراکي توکي چې زه یې برابروم دا د خپل کور په یوې اشپزخانه کې جوړوم د کار په لومړیو وختونو کې ستونزې ډېرې وې، د بازار نشتوالی، له کار سره نابلدتیا او نورې ناخوالې هغه څه وې چې لومړیو کې ورسره مخ وم خو ما له دې هر څه سره مبارزه کړې.»
نوموړې زیاتوي هغه څه چې دا یې په کور دننه جوړوي د پلور لپاره یې په ټولنیزو شبکو کې د بازار موندنې په موخه خپروي چې له دې لارې یې ګڼل پېریدونکي هم پیدا کړي دي.
هغې زیاته کړه چې په یاده موده کې یې د ارواپوهنې او د اقتصاد اړوند ډیر کتابونه لوستي او د «بریا لار» په نوم یې هغه کتاب یاد کړ، چې دې ته یې د کوچني کار پېلولو انګېزه ورکړې ده.
د مریم ساپۍ په خبره چې د لوړو زدهکړو لپاره یې د اقتصاد پوهنځی خوښ دی او که اوس هم د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي، چمتو ده چې ازموینه ورکړي او دغه ځل به هم هماغه د خپلې خوښې اقتصاد پوهنځی وټاکي.
ساپۍ زیاتوي: «د ښوونځیو او پوهنتونونو له بندېدو وروسته مې مطالعه نه ده پرېښې او زیاتره وخت چې د همدې مطالعې برکت و، چې ما په کور کې دا کار پیل کړ او تر ډیره مې ورسره اقتصادي ستونزې حل شي او لاهڅه کې یم چې کاروبار پراخه کړم.»
نوموړې زیاته کړه چې ډېری پېرېدونکي یې د کونړ په مرکز اسعدآباد کې د خوراکي توکو هټیوال دي خو توکي ترې په هغه بیه نه اخلي څه ډول چې تمه کیږي.
ساپۍ هیله لري چې په راتلونکي کې خپل کاروبار پراخه کړي او د کونړ ترڅنګ د هیواد په نورو ولایتونو کې هم څانګې پرانیزي.
هغه دغهراز اراده لري چې نورو نجونو او ښځو لپاره د کار زمیني برابرولو برخه کې لا ډېر فعالیت ولري.
ساپی وویل: «اوس له ماسره دوه نجونې کار کوي که چېرې مالي ملاتړ مو وشي او د ځای، وسایلو او نورو اړینو برخو کې راسره مرسته وشي، نو خپل کاروبار به پراخه کړم نور ته به هم کار پیدا شي.»
د هغې په وینا چې سوداګرې او کاروباري مېرمنې د هېواد اقتصادي وده کې مهم رول لري او هغه نجونې چې له زدهکړو محرومې کړل شوي، د هغوی لپاره ښه الګو کېدای شي.
دا یوازې مریم ساپۍ نه ده چې د طالبانو له لوري پر زده کړو او کار بندیز وروسته یې دا ډول کاروبار ته مخه کړې، بلکې ډېر شمېر نجونو او مېرمنو له رامنځته شوو شرایط وروسته خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره د کوچینو کاروبارونو په ګډون د زدهکړو نوې لارې او کاري فرصتونه ټاکلي دي.
افغانستان کې کوچني کاروبارونه ډیره مخینه نه لري، خو نجونو سره مرسته کولای شي څو له دې لارې خپل مهارتونه وروزي، ورځنی اقتصاد یې ښه شي، عاید ولري او د ناهیلۍ له حالته هم ووځي خو دا یې دایمي حل لاره نه ده.