د افغانستان ښځینه ډاکترانې د معاش کمښت او د طالبانو له مداخلې شکایت لري
په څو ولایتونو کې، یو شمېر ښځینه ډاکترانو د طالبانو د مستقیمې مداخلې په اړه شکایت کوي. دوی وایي چې د امر بالمعروف محتسبین هره ورځ د روغتونونو په دروازو کې ولاړ وي او ښځې د محرم نشتوالي یا د حجاب نه رعایت په خاطر ګواښي او بد الفاظ ورته کاروي. دوی زیاتوي چې ډېری ښځینه ډاکترانې له همدې امله دندې پرېښودو ته اړ شوې دي.
څو ښځینه ډاکترانو له مختلفو ولایتونو څخه د آر.ام میډیا (R.M. Media) سره په خبرو کې د فشار، معاش کمښت، د طبي تجهیزاتو نشتوالی او د طالبانو مستقیمې مداخلې په اړه خبرې کړې دي.
صحرا (نوم مستعار)، ۳۵ کلنه ډاکتره او د ننگرهار د نسایي او ولادي څانګې متخصصه، له هغو کم شمېر ښځو څخه ده چې لا هم په یوه دولتي روغتون کې کار کوي.
هغې وایي: «هره ورځ د امر بالمعروف مأمورین د روغتون په دروازه کې ولاړ وي او ښځینه ډاکتران د حجاب نه مراعات یا د محرم نشتوالي په خاطر رواني او لفظي ځورول ګواښي. دا هره ورځ تکرارېږي او همدارنګه په زموږ د کار چارو کې هم مداخله کېږي.»
صحرا چې شاوخوا اته کاله تجربه لري، وايي چې طالبانو له ټولو ښځینه ډاکټرانو غوښتي چې پرته له محرم دې دندې ته نه ورځي او د محرم شتون یې په روغتون کې ضروري دی.
«زما زوی هر سهار ما روغتون ته رسوي. خو ډېرې ښځې چې په کور کې نارینه نه لري، له دندې ګوښه شوې او اوس نارینه یې ځای نیولی دی.»
هغې زیاته کړه چې د طالبانو په راتګ سره کاري فشار څو چنده زیات شوی او معاش یې کم شوی دی:
«طالبانو زما معاش له ۲۵ زره افغانیو څخه ۱۳ زره ته راکم کړی، داسې چې حتی د څلورو ماشومانو د ښوونځي فیس نه شم پرې پوره کولای. ډېری همکاران مو هم د محرم نشتوالي له امله له کاره ګوښه شوي، نو زموږ د کار حجم زیات شوی، معاش مو نیمایي شوی او د کور مصارف هم نه پوره کېږي.»
په کابل کې، ډاکتر نفیسه سهاک (نوم مستعار)، چې د کورنۍ سرپرسته هم ده، څو کاله یې د مېوند روغتون په ښځینه څانګه کې کار کړی. د هغې په وینا، د طبي تجهیزاتو کمښت، د حیاتي درملو نشتوالی او د طالبانو فشارونو یې کار ستونزمن کړی دی.
د هغې په وینا، د بشري ځواک کمښت هم جدي ستونزه ده. د پخواني حکومت د سقوط وروسته، نیمایي همکاران یې هېواد پرېښود او هیڅ نوی ډاکتره نه ده ګومارل شوې.
«له یوې خوا معاشونه کم شوي او پر وخت نه ورکول کېږي، له بلې خوا ښځینه ډاکتران پاتې نه دي. ډېری یې یا اروپايي هېوادونو ته مهاجرت کړي یا د طالبانو د فشار له امله له کاره ګوښه شوي دي.»
ډاکتره نفیسه وايي طالبان پرته له اجازه د نسایي او ولادي څانګې ته ننوځي او په کار کې مداخله کوي: «طالبانو د نارینه ډاکترانو او د ښځینه ډاکټرانو برخو ته له اجازې پرته داخلېږي، سره له دې چې اصلاً اجازه نه لري.»
نوموړې د امر بالمعروف د مأمورینو د ورځني حضور څخه هم شکایت لري چې د ښځو د حجاب څارنه کوي:
«که ښځینه ډاکتره حجاب رعایت نه کړي، طالبان یې غیر حاضروي او خبرداری ورکوي چې که بیا همداسې وکړي، له دندې به ګوښه شي. ښځې اړ دي هر څه چې طالبان وایي ومني او ډېری یې د دې فشار له امله رواني ستونزو سره مخ شوي دي.»
له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، ډېرې ښځې چې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار کاوه، اوس په کور شوې دي. که څه هم په روغتیا کې لږ شمېر ښځینه ډاکتران لا هم کار کوي، خو هغوی هم له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
سربېره پر دې، طالبان د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازې تړلي او انستیتوتونو ته د تګ اجازه نه ورکوي. دا اقدام د افغانستان د روغتیايي نظام کې د ښځو د راتلونکي حضور په اړه شکونه رامنځته کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان تیر میاشت په راپور کې ویلي چې د افغانستان روغتیايي سیستم، چې مخکې هم د اوږدمهاله بحرانونو او پراخې فقر له امله ټکنی و، اوس د درملو او بشري ځواک، په ځانګړي ډول د ښځینه کارکوونکو، د کمښت سره مخ دی. دغه سازمان ټینګار کړی چې د ښځو د محدودیتونو له امله د هغوی لاسرسی روغتیايي خدماتو ته محدود شوی او ښځې او ماشومان تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.