د افغانستان په ختیځ کې مرګونې زلزلې؛ ۶۸۲ کسان مړه او له ۱۶۰۰ زیات ټپیان دي

د افغانستان په ختیځ کې مرګونې زلزلې؛ ۶۸۲ کسان مړه او له ۱۶۰۰ زیات ټپیان دي
Photo: Social Media

په کونړ، ننګرهار او لغمان کې د زلزلې له امله ۶۸۲ کسان مړه او له ۱۶۰۰ زیات ټپیان دي

یا: د افغانستان په ختیځ کې مرګونې زلزلې؛ ۶۸۲ کسان مړه او له ۱۶۰۰ زیات ټپیان دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایې، چې د افغانستان په ختیځ کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله  ۲۲۸۲ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بېګانۍ زلزلې پرمهال د کونړ په وټه پور، ماڼوګي، چپه دره، څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې ۶۷۰ کسان مړه شوي او ۱۳۰۰ نور ټپیان دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز د ننګرهار د دره نور په سُتن، اوتران او د مجګنډول سیمو کې هم زلزلې د خلکو هستوګنېز کورونه نړولي، چې پرمهال یې ۱۰ کسانو خپل ژوند بایللی او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا مرستندویه ډلې زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلې او د خاورو لاندې د ټپیانو او مړو د راایستلو عملیات لاه روان دي چې ښايي د مړو او ټپیان شمېر له دې هم زیات شي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په لغمان کې هم د تېرې شپې زلزلې له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي، چې تر دې مهاله ۸۰ کسان روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

په ورته مهال د کونړ او ننګرهار په دولتي روغتونو کې د زیاتو ټپیانو له امله بېړنی حالت اعلان شوی او یاد روغتونونه د درملو او وینې د کمبود له جدي ستونزې سره مخ شوي دي.

عام خلک وایې، چې شوې زلزلې ګڼ‌ کورونه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، د اوبو رسولو سېسټمونه او نورې مهمې برخې له منځته وړي دي او دغه راز له تېر شپې راهیسې یې د څو ساعتونو په ترڅ څو ځلي د زلزلې ټکانونه محسوس کړي دي.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکی حامد الله چې د زلزلې له امله یې کور ړنګ شوی او د مېرمنې په ګډون یې د کورنۍ درې غړي مړه شوي له مسوولو ادارو او له مرستندویه بنسټونو غواړي چې زلزله‌ځپلو کورنیو ته د مرستې رسونې په برخه کې همکاري وکړي.

د هغه په خبره چې په دې ولسوالۍ کې د زورورې زلزلې له امله په ځېنو کلیو کې ټول کورونه ویجاړ شوي چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه کسان تر خاورو لاندې شوي او مړه شوي دي.

هغه وایې: «د شپې څه دولس بجې وې ناڅاپي زلزله شوه پر مېرمن او دوه اولادونو مې کوټه راپرېوته هغوی مړه شول، ما یې د ژغورلو ډېره هڅه وکړه خو بریالی نشوم هر څه مې له خاورو سره خاورې شول او نور ما ته په دې دنیا کې ژوند بې مانا دی.»

اوسمهال د زلزلې له امله د ماشومانو د کورنیو د غړو مړینه، د څښاک پاکو اوبو او سرپناه نه‌شتون، هغه ستونزې یادوي چې په وینا يې و سېلاب ځپلي ورسره مخ دي.

بلخوا د جلال اباد ښار اوسېدونکی منیت خان وایې، چې د تېرې شپې زلزلې خلک ترهولي او زیاتره یې له خپلو کورنیو سره له ښاره وتلي او د یاد ولایت لرو پرتو او ازاده فضا کې یې خېمې وهلې دي. هغه وايي، چې د زلزلې ټکان بې مخینه و او دومره په شدت زلزله یې تر اوسه نه وه کتلې.

هغه وایې: «زما ۴۰ کاله عمر دی خو ما په ژوند کې داسې زیاته او سخته زلزله نه وه لېدلې، نن هم څو ځلې شوې او ټول خلک په وېره کې دي خلک هڅه کې دي چې ازادې فضا ته لاړه شي.»

د امريکا د جيولوژيکې سروې ادارې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې کچه ۶.۰ درجې ښودلې چې د ځمکې له سطحې یوازې ۸ کیلومټره ژوره وه او د دغې ۶.۰ درجې زلزلې وروسته د ۴.۵ او ۵.۲ درجې ځواک سره دوې نورې پس لړزې هم رامنځټه شوې دي.