سیګار: طالبان د بشري مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي

سیګار: طالبان د بشري مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي
Photo: RM Media

 د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې «سیګار» په خپل یوه تازه خپور کړي راپور کې ویلي، د څارنې نشتوالي له امله طالبان په بهرنیو مرستو کې لاسوهنه کوي او پر خپلو کسانو یې وېشي.

یادې ادارې په خپاره کړي راپور کې د نړیوالو بنسټونو هغه اندېښنې هم تایید کړي دي، چې ګواکې طالبانو افغان ښځو سره د مرستو لاسرسی محدود کړی او په مستقیم ډول یې پرې نه وېشي.

سیګار زیاته کړې چې د نږدې څار نشتوالي له امله د طالبانو له لوري د زیاتې ناوړه ګټه اخیستې او پر خپلو کسانو د مرستو وېشلو کره معلومات ستونزمن دي.

له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبان د نړیوالو بنسټونو له لوري په شویو بشري مرستو کې لاسوهنه کوي او زیاتره یې پر خپلو پلویانو او جنګیالو وېشي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم ویلي، چې په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستو د وېش بهیر کې د طالب چارواکو لاسوهنې زیاتې شوې او د دغه بنسټ د مرستو په بهیر کې د طالب چارواکو د لاسوهنې ۱۶۴ قضیې ثبت شوي چې له امله یې د دې ادارې ۷۲ پروژې ځنډول شوي او دوه پروژې په بشپړه توګه درول شوې دي.

خو طالب ویاند ذ.بېح‌الله مجاهد دا ډول راپورونه «پروپاګند» بللې او په نړیوالو او بهرنیو مرستو کې د لاسوهنې راپورونه رد کړي وو.

بلخوا امریکایي چارواکي وایې د تېرو درېوو کلونو پرمهال افغانستان کې له مرسته‌رسوونکو بنسټونو سره څه باندې ۲ میلیارد ډالره مرسته کړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې دغه مرستې د مرستندویه پروګرامونو او هغو افغانانو لپاره دي چې له قحطۍ، لوږې او د خوړو کمښت سره مخ دي.